Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پېښور په یوه جومات کې برید ته د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خیبرپښتونخوا ایالت د پېښور ښار پر یوه جومات برید غندلی او هغه یې له اسلامي احکامو سره په ټکر کې بللی دی.

ورته مهال د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې د تېرې ورځې د ځانمرګي برید د قربانیانو شمېر څه باندې ۹۰ تنو ته رسېدلی چې دېری قربانیان د پولیسو افسران دي.

په دغه برید کې ۱۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
   
د پېښور اوسېدونکی مقیم وايي:«زه وېرېږم چې دا به د ترهګرۍ د یوې بلې څپې پېل وي. موږ په پېښور کې د زیاتو بریدونو شاهدان وو. هغوی تر ډېره قانون پلي کوونکي او پولیس په نښه کوي.»

بل ځايي اوسېدونکی هم زیاتوي:«دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول چاودنه کېږي. موږ له ۲۰۰۶ کال راهیسې د ترهګرۍ له امله خورا ډېر کړېدلي یوو او زرګونه کسان وژل شوي دي. موږ له نړۍ مرسته غواړو، زموږ هیله کراري ده. موږ ټول انسانان یوو او دلته د سولې په هیله یوو.»

دغه برید له نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمشني ویاند دغه برید غندي او وایي چې دغه راز بریدونه د مذهب او عبادت ازاداي نقض کوي.
 
د ملګرو متلونو د سرمشني ویاند سټېفان دوجاریک وویل:«دا چې دغه راز برید د عبادت په یوه ځای کې شوی دی، ډېره خواشینوونکي ده. په سوله کې د مذهب، عقیدې او عبادت ازادي یو بشري حق دی.»

اخوا، د خېبر پښتونخوا اوسېدونکي د ترهګریزو بریدونو زیاتېدو ته اندېښمن دی.

د پاکستان پولیسو راپور ورکړی دی، چې تېر زیږدیز کال په پاکستان کې ۳۷۶ بریدونه شوي دي، چې په پایله کې یې ۵۳۳ تنه وژل شوي او ۸۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان د خیبرپښتونخوا ایالت پر یوه جومات برید غندي او زیاتوي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان ملاتړ به وکړي.

تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خیبرپښتونخوا ایالت د پېښور ښار پر یوه جومات برید غندلی او هغه یې له اسلامي احکامو سره په ټکر کې بللی دی.

ورته مهال د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې د تېرې ورځې د ځانمرګي برید د قربانیانو شمېر څه باندې ۹۰ تنو ته رسېدلی چې دېری قربانیان د پولیسو افسران دي.

په دغه برید کې ۱۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
   
د پېښور اوسېدونکی مقیم وايي:«زه وېرېږم چې دا به د ترهګرۍ د یوې بلې څپې پېل وي. موږ په پېښور کې د زیاتو بریدونو شاهدان وو. هغوی تر ډېره قانون پلي کوونکي او پولیس په نښه کوي.»

بل ځايي اوسېدونکی هم زیاتوي:«دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول چاودنه کېږي. موږ له ۲۰۰۶ کال راهیسې د ترهګرۍ له امله خورا ډېر کړېدلي یوو او زرګونه کسان وژل شوي دي. موږ له نړۍ مرسته غواړو، زموږ هیله کراري ده. موږ ټول انسانان یوو او دلته د سولې په هیله یوو.»

دغه برید له نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمشني ویاند دغه برید غندي او وایي چې دغه راز بریدونه د مذهب او عبادت ازاداي نقض کوي.
 
د ملګرو متلونو د سرمشني ویاند سټېفان دوجاریک وویل:«دا چې دغه راز برید د عبادت په یوه ځای کې شوی دی، ډېره خواشینوونکي ده. په سوله کې د مذهب، عقیدې او عبادت ازادي یو بشري حق دی.»

اخوا، د خېبر پښتونخوا اوسېدونکي د ترهګریزو بریدونو زیاتېدو ته اندېښمن دی.

د پاکستان پولیسو راپور ورکړی دی، چې تېر زیږدیز کال په پاکستان کې ۳۷۶ بریدونه شوي دي، چې په پایله کې یې ۵۳۳ تنه وژل شوي او ۸۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه