Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فراه ولایت کې د نادره ژویو او الوتونکو ښکار اندېښنې راپارولي

د فراه ولایت ځينې اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نادره څارویو او الوتونکو د ښکار له امله اندېښمن دي.

که څه هم په هېواد کې د نادره څارویو او مرغانو ښکار منع شوی دی؛ خو په یوې ویډیو کې چې طلوع نیوز ته په لاس ورغلې، لیدل کیېږي چې په فراه کې یو شمېر کسان د ځینو څارویو ښکار کوي.

د فراه اوسېدونکی عبدالکریم وايي:«کله چې یو الوتونکی ښکار کېږي، یو خو وحشي الوتونکي د له منځه تلو له خطر سره مخ کېږي او بل دا چې خپل طبعي ښکلاوې له لاسه ورکوي.»

د فراه بل اوسېدونکی وحید هم وویل:«ښکار او پر ژویو دا ظلم ډېره بدبختي راولي او موږ وايوو چې دغه ښکار دې بند وي ښه دی.»

په همدې حال، د فراه سیمه ییز مسوولان وایي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې په دغه ولایت کې یو شمېر کسان د نادره څارویو او مرغانو د ښکار په تور نیول شوي دي.

د فراه د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالحی سباوون څرګندوي:«اوه، اته تنه مو جنايي ته معرفي کړل چې د انار درې او خاک سفید ولسوالیو کې نیول شوي دي.»

بل خوا، د الغرافې قطري موسسه په یوه فارم کې څه باندې ۳۵۰ هوسۍ روزي. د دغه بنسټ مسوولین وایي چې ځینې دغه هوسۍ به نورو ژویو سره په ازاده فضا کې خوشې کړي.

په الغرافه موسسې کې وېترنر فضل احمد وايي:«موږ وکړای شو د دوی په یوې خوندي شوي چاپېریال کې خوشې کړو، که چېرې دولت له موږ سره همکاري وکړي او یو ځای مشخص کړي موږ کولای شوو چې هغوی په ساحه کې ازاد کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د یو شمېر وحشي ژویو نسل په کمېدو دی؛ خو د دغو ژویو د انقراض د مخنیوي لپاره هېڅ بنسټیز کار نه دی شوی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه