Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رونټيا نړۍوال سازمان په ارزونه کې د افغانستان له ځای ځایګي د ا.ا نارضایتي

د رونټیا نړۍوال سازمان نوې ارزونه ښيي چې افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې په چاره کې ۲۴ درجې صعود کړی دی.

د دغه سازمان په راپور پر بنسټ، افغانستان د ۲۴ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د دغه سازمان په نوملړ کې ۱۵۰م ځای خپل کړی دی.

د دغه سازمان په ارزونو کې ډنمارک د ۹۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، فنلډ او نیوزیلاند بیا دویم او درېیم ځایونه خپل کړي دي. سومالیا بیا د ۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د نړۍ په کچه تر ټولو فاسد هېواد بلل شوی دی.

د ښې حکومتوالۍ او له اداري فساد سره د مبارزې په چارو کې متخصص میوند روحاني وايي:«کله چې په حکومت کې د هغوی کار بند پاتې کېږي، هغوی د کار د ترسرواي لپاره بډې نه ورکوي. همدارنګه له حکومتي سرچینو د حکومتي چارواکو استفاده او همدارنګه د خپلو او خپلوانو او ملګرو ګومارل کم شوي دي.»
 
د سیاسي چارو کارپوه حامد عزیزي هم وویل:«په افغانستان کې د فساد د کموالي یو اساسي لامل یې دا دی چې د جمهوریت نظام پر خلاف د عامه خدمتونو ټيټ رتبه چارواکي لوړپوړو حکومتي چارواکو ته باج نه ورکوي.»

په دې اړه د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې، د تېرو کلونو پر تله په حکومتي بنسټونو کې فساد راکم شوی؛ خو په وینا یې لا هم په ځینو حکومتي بنسټونو لکه پاسپورټ ادارې او ګومارنو کې فساد شته.

د کابل اوسېدونکي عبدالحمید کریمي وویل:«د تېر پرتله فساد کم شوی، پخوا فساد ډېر و، اوس کم شوی، خو پخوا اسانتیاوې زیاتې وې اوس نشته، مثلاً پاسپورټ.»

د کابل بل اوسېدونکی سید عادل شاه باقري هم وايي:«روابط د په پام کې نه نسي ضوابط دې په پام کې ونیسي یوازې د لیاقت له پلوه کار اهل کار ته وسپارل شي.»

خو اسلامي امارت له لرې په افغانستان کې د فساد په تړاو د روڼتیا د نړۍوال سازمان شوې ارزونه ناعادلانه او نا معتبره ګڼي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«هغوی له لرې قضاوت کوي ښايي په اوازو اتکا ولري له نږدې مطالعه نه لري او له نږدې موضوع کره نه څېړي، نو هغه محاسبې او شمېرې دومره د اعتبار وړ نه دي.»

افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د سپاړسو امتیازونو په ترلاسه کولو سره په دغه نوملړ کې ۱۷۴م ځای درلوده او له څه باندې لسو کلونو راهیسې د نړۍ په کچه د لسو فاسدو هېوادونو په کتار کې وو.

اسلامي امارت ذبیح الله مجاهد له لرې په افغانستان کې د فساد په تړاو د روڼتیا د نړۍوال سازمان شوې ارزونه ناعادلانه او نا معتبره ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه