Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ژغورنې نړیواله کمېټه: د ښځو د کار کولو په اړه مو له چارواکو تضمین اخیستی

 د ژغورنې نړیوالې کمېټې په‌خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې دې کمېټې په افغانستان کې د ښځو د کار لپاره د سرپرست حکومت د روغتیا او پوهنې له وزارتونو تضمین اخیستی دی.

دې کمېټې زیاته کړې، د خوړو او روغتیا په برخو کې یې د خپلو فعالیتونو په بیا پیل سره په هره اوونۍ کې په افغانستان کې ۵۳ زره کسانو ته مرستې برابرې کړې دي.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د راپور په یوې برخه کې راغلي: «د هغو ښځینه کارکوونکو لپاره چې د ښوونې او روزنې او همداراز روغتیا په برخو کې کار کوي، د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو له لوري د امنیت ډاډ ورکړ شوی او له دغه تضمین وروسته یې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.»

د اقتصادي چارو کارپوه میر شکیب میر وايي: «غوره ده چې په سیاسي برخو کې له نورو لارو چارو کار واخیستل شي او هغه مرستې چې د افغانان او د افغانستان اقتصاد غېزمنوي او په افغانستان کې د بې‌وزلۍ لامل ګرځي او هغه باید و نه درول شي.»

له بل لوري د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې بشري وضعیت ته اندېښنه ښودلې ده. د دغه پروګرام مسوولین وايي، دمګړۍ په افغانستان کې ۲۰ مېلیونه کسان له لوږې سره مخ دي.

د خوړو نړیوالې برنامې د اړیکو مسوول فلیپ کروف وايي: «په افغانستان کې د خوړو نړۍوال سازمان په ټوله کې داسې تمه لري چې، له اوکراینه ۱۰۰ زره ټُنه غنم ترلاسه کړي. په دې اړه د امریکا او کاناډا له همکارۍ منندوی یوو. غنم د اوړو کولو لپاره له اوکراینه ترکیې ته لېږدول کېږي. موږ تمه لرو چې، ۶۸ زره ټنه د غنمو اوړه د افغانستان لپاره ترلاسه کړو.»

له دې سره سم، اقتصاد وزارت وايي، له درېیو میاشتو راهیسې ۹۱ کورنیو او بهرنیو بنسټونو د کار جوازونه اخیستي او په وینا یې دغه بنسټونه هڅې کوي چې، افغان ولس ته مرستې برابرې کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «زموږ هڅه دا ده چې یو چوکاټ جوړ کړو چې بنسټونه په روڼتیا سره وکولای شي، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.»

تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې، په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو ۹ کورنۍ خوړو ته لاسرسی نه لري او دغه بنسټ د جنورۍ میاشتې په دوو لومړیو اونیو کې شاوخوا ۱ اعشاریه ۴ میلیونه کسانو ته بشري مرستې برابرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه