Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت پر چارواکو د امریکا د ویزو تازه محدودیت

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار د ځنډول کېدو په غبرګون کې د اسلامي امارت پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو د ویزې د ورکړې تازه محدویتونه لګولي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، تر هغو چې اسلامي امارت بشري حقونو او د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ټولو ازادیو ته درناوی و نه‌کړي نړیواله ټولنه به یې ملاتړ و نه‌کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «د امریکا د کډوالۍ د قانون پر بنسټ ښايي د طالبانو د کورنیو غړي هم د ویزې په‌دې محدودیتونو کې شامل واوسي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په‌دې اعلامیه کې راغلي چې د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار د طالبانو د محدودیتونو له لګولو وروسته څه باندې یو مېلیون نجونې او ښځې له زده کړو او کاره محروم شول.

د سیاسي چار کارپوه جنت فهیم چکري وايي: «دا د دې باعث کېږي چې دا نامناسبت وضعیت، اقتصادي او سیاسي محدودیتونه دوام پیدا کوي، بالاخره دا ټول پر افغانانو ناوړه اغېزې ښندي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي: «د امریکا له دې اقدام سره سم به غربي هېوادونه او نور اسلامي هېوادونه هم پر طالبانو باندې نوي بندیزونه ولګوي او طالبان به نور هم منزوي شي.»

تر دې مخکې هم د امریکا بهرنییو چارو وزارت له زده کړو او کاره د افغان نجونو او ښځو د محرومېدو له امله د سرپرست حکومت پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو د خپل هېواد د ویزې محدودیتونه لګولي وو.

له بل لوري د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د اسلامي امارت د دیارلسو غړو د سفر معافیت ونه غځاوه

له دې سره سم، د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د آمریکا د دغې پرېکړې په غندلو سره وايي، اختلافي مسایل باید له ډيپلوماټيکو لارو حل شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وروستۍ اعلامیه چې په‌کې ویل شوي، د اسلامي امارت په ځینو مشرانو د ویزو محدودیتونه لګوي، د دواړو لوریو تر منځ په اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ بولي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ټوله نړۍ کې له خپلو متحدینو سره په نږدې همغږۍ داسې لارې چارې ولټوي چې اسلامي امارت ته درنه تمامه شي او همداراز له نړۍوالې ټولنې سره یې د اړیکو د ښه کېدو لارې هم بندې کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، تر هغو چې اسلامي امارت بشري حقونو او د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ټولو ازادیو ته درناوی و نه‌کړي نړیواله ټولنه به یې ملاتړ و نه‌کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه