Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلام اباد: له ګاونډیانو سره د هغوی د خاورې د نه کارېدو په هکله خبرې کوو

د بې وزلۍ په راکمولو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی سلاکار وايي، چې اسلام اباد د افغانستان په ګډون له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره، د پاکستان په وړاندې د دغو هېوادونو د خاورې د نه کارېدو په هکله به خبرې اترې وکړي.

فیصل کریم کندي زیاتوي، د پاکستان لوړپوړو امنیتي چارواکو د اپیکس کمېټې په غونډه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې اترې کړې دي.

دغه پاکستانی چارواکی همدارنګه وايي چې اسلام آباد اجازه نه ورکوي، چې خاوره يې د نورو هېوادونو پر ضد وکارېږي او د افغانستان په ګډون له نورو هېوادونو هم ورته تمه لري.

فیصل کریم کندي وویل:«په دې غونډه کې دا خبره هم وشوه، چې زموږ ګاونډي هېوادونه، که هغه ایران او افغانستان وي، له هغوی سره هم خبرې وکړو، څو ترهګر د هغوی خاوره زموږ پر ضد ونه کاروي.»

د پاکستان اکسپرس تریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان لوړپوړو چارواکو په پېښور کې د اپیکس کمېټې غونډه کې ویلي، چې د پېښور د برید مسوول د پاکستان د طالبانو تحریک دی او دا موضوع به له افغانستان سره شریکه کړي.

د اکسپرس تریبیون د راپور په یوې برخه کې راغلي:«په دې غونډه کې ویل شوي، چې افغان طالبانو د پاکستان د طالبانو تحریک سره د مقابلې برخه کې خپله ناتواني څرګنده کړې، خو پاکستان نه دی قانع شوی او پرېکړه يې کړې، چې د افغانستان لوړپوړو چارواکو ته ووايي، چې د پاکستان د طالبانو تحریک ځالې باید له منځه لاړې شي.»

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي:«په ناسته کې د مرکز او سوبو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کېدو، د رامنځته شوې ستونزې بیا تکرار مخنیوي او د راتلونکې لپاره پر ستراتېژۍ خبرې شوي.»

د اسلامي امارت ویاند وايي، هیڅکله د پاکستان پر ضد د چا ملاتړ نه کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړه:«موږ هېڅکله هم د پاکستان پر وړاندې د چا ملاتړ نه کوو او نه هم چاته اجازه ورکوو، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.»

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اپیکس کمېټې په غونډه کې وویل، ترهګر د پېښور په ګډون پاکستان کې په یوه برخه خاوره هم واک نه لري، خو دا چې دوی څنګه او د چا له لوري دې ځای ته رسېدلي، د پوښتنې وړ ده.

د اسلامي امارت ویاند ډاډ ورکوي چې سرپرست حکومت به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه