Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا د مسکو غونډې له جوړونکو وغوښتل چې د کابل استازی هم دعوت کړي

د اسلامي امارت استازی د سیمې هېوادونو د امنیت شورا د سلاکارانو غونډې ته چې ټاکل شوې راتلوونکې اوونۍ د افغانستان په تړاو په مسکو کې جوړه شي، بلل شوی نه دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي تمه لري چې په دغې غونډه کې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په هکله هم خبرې وشي.

ښاغلی مجاهد د دغې غونډې له جوړونکو غواړي چې، دغې غونډې ته د سرپرست حکومت استازی هم وروبولي.

ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«تراوسه اسلامي امارت بلل شوی نه دی؛ خو په هغو غونډو کې چې په هغې کې د افغانستان پر موضوعګانو بحث کېږي باید افغانستان د غړي په توګه په کې وي او له خپل دریځه دفاع وکړي او همدارنګه روښنايي واچوي او د هغو موضوعګانو په هکله خبرې وکړي.»

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له روسیې ټاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې، په یاده غونډه کې به د مرکزي آسیا هېوادونه، چین، هند، پاکستان او ایران هم ګډون ولري.

د سیاسي چارو شنوونکی کامران امان وايي:«روسیه د افغانستان د کورنۍ جګړې مخالف دی او هڅه کوي چې د افغانستان ګاونډیان دې ته باوري کړي چې د افغانستان له حکومت سره نور تعامل هم وګړي او تعاملات نور هم پرمختللي شي او بله دا هڅه کوي چې اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته نږدې شي.»

د سیاسي چارو شنوونکی احمد منیب رسا هم څرګندوي:«دا ناسته له سیاسي او اقتصادي پلوه، د افغانستان لپاره کومه ګټه نه‌لري ځکه دغه هېوادونه چمتو نه دي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.»

مسکو له څه باندې یو نیم کال راهیسې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ دوه غونډې جوړې کړي او په هغو غونډو کې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو، ملي خبرو اترو، د بشري حقونو د رعایتېدو او ملي پخلاینې په تړاو خبرې شوې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه