Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وېسټ: د اسلامي امارت سیاستونه د مرستې رسونې بهیر ګواښي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي چې د اسلامي امارت سیاستونه په افغانستان کې مېلیونونو تنو ته د مرستې رسونې بهیر ګواښي.

ښاغلي وېسټ پاکستان، المان او سویس ته په خپلو سفرونو کې، د هغو هېوادونو له چارواکو سره په افغانستان کې د ښځو زده کړو او کار حقونو او بشري مرستو په ګډون د ښځو د حقونو رعایت کولو په هکله خبرې کړې دي.
 
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې جنیوا ته يې د خپل سفر په لړ کې د مهاجرت نړۍوال سازمان، د روغتیا د نړۍوال سازمان او نورو مرسته کوونکو بنسټونو له استازو سره یې لیدلي دي.

ښاغلي وېسټ لیکلي:«په جنیوا کې مو له هم‌فکرو استازو سره په مفصلو خبرو اترو کې، د طالبانو وروستیو پرېکړو ته یو واحد ځواب پیدا کړ او هغه دا چې د طالبانو سیاستونه په مېلیونونو خلکو ته د مرستو رسول له ګواښ سره مخ کوي.»

د اسلامي امارت ویاند د توماس وېسټ څرګندونو په غبرګون کې وايي، بشري مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«بشري مرستې او بشردوستانه همکارۍ باید په سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړل شي، توماس وېسټ هغه څوک دی، چې په خپلو مسایلو باید پوه شي او هڅه وکړي، چې امریکا او افغانستان له ډیپلوماټیکو لارو سره نږدي کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی ستانه ګل شیرزاد هم وايي:«ښه خبره دا ده، چې طالبان له توماس وېسټ سره په تماس کې شي او د ستونزو هواري لپاره د تفاهم له لارې حل ولټوي.»

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړي استازي پاکستان او جرمني ته سفرونه کړي او د دغو سفرونو په ترڅ کې يې له افغانستان سره د بشري مرستو پر څرنګوالي، کار ته د ښځو بیرته راستنېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه