Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت کابل کې د سعودي عربستان د سفارت تړل کېدل رد کړل

په داسې حال کې چې باخبرو سرچینو طلوع‌نیوز ته ویلي چې سعودي عربستان د خپل سفارت کارکوونکي له افغانستانه رابللي دي؛ خو اسلامي امارت وايي چې د دغه سفارت کارکوونکي د روزنې په پار کابل پرېښی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي چې د دغه سفارت کارکوونکي د روزنې په پار کابل پرېښی دی او ډېر ژر به بېرته راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د ډپيلوماټانو د وتلو راپورونه خپاره شوي دي.

ښاغلی مجاهد وویل:«د سعودي عربستان د سفارت تړل کېدل سم نه دي، بلکې ډيپلوماټان یې روزنې په خاطر د یوې اوونۍ لپاره عربستان ته غوښتل شوي دي او بېرته راستنېږي او په دې برخه کې نورې ګنګوسې سمې نه دي.»

تر دې مخکې ځینو سرچینو طلوع نیوز ته ویلي و چې ریاض له کابل څخه خپل دیپلوماتان وربللي دي.

یو شمېر سیاسي کارپوهان په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو ډیپلوماتیک فعالیت مهم بولي. د دغو کارپوهانو په اند له افغانستان سره د هېوادونو د ډيپلوماټيکو اړيکو پرې کول به د هېواد په زيان تمام شي.

د سياسي چارو کارپوه سید جواد سجادي وايي:«د یوه هېواد په پلازمېنه کې د یوه بل هېواد د سفارت تړل کېدل د ډپيلوماټیکو اړیکو تر وروستي حده کمښت دی.»

پخوانی ډيپلومات عزيز معارج هم څرګندوي:«د سعودي عربستان د سفارت ډپيلوماټیکه اړیکه له افغانستان سره لرل، په حیث د یوه ستر زبر ځواک اسلامي هېواد، پر طالبانو ډېره اغېزه لري په نړۍواله کچه باندې خصوصاً په اسلامي هېوادونو چې هغوی هم تشویقېږي دې ته چې خپله اړیکه له طالبانو سره ولري.»

تر دې مخکې د چک جمهوریت هم په کابل کې د خپل سفارت د تړلو اعلان کړی و.

که څه هم تر اوسه اسلامي امارت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو ځینې هېوادونه لکه چین، روسیه، ترکیه، پاکستان، ایران او ځينې نور په کابل کې ډیپلوماټیک فعالیتونه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه