Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه؛ "د دیني عالمانو پلاوی" به کابل ته راشي

د اسلامي همکاریو سازمان، د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه چې د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې جوړه شوه، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل پر دوام ټينکار وکړ.

دغه سازمان په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې غونډه کې افغانستان ته د دیني عالمانو د یوه پلاوي د تګ په هکله هم خبرې شوې دي.

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طاها وایي، چې فلسطین او افغانستان د دغو خبرو په چورلیز کې وو.

د اسلامي همکاریو سازمان په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د افغانستان په اړه همدغه مسئله د اسلامي همکاریو د سازمان د اجرایوي کمېټې د فوق العاده غونډې محوري موضوع وه او د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي استازي طارق علي بخیت له لوري له سرپرستو چارواکو سره د تعامل په ګډون ځينې سپارښتنې په کې وشوې او افغانستان ته د دیني عالمانو د پلاوي د دویم سفر یادونه هم وشوه.»

دیني عالم حسیب الله حنفي وايي:«دم‌ګړۍ هېڅ هېواد په یوازې نه شي کولای چې مخته ولاړ شي، له اسلامي امارت سره د تعامل په هکله له نړۍ څخه د اسلامي همکاریو سازمان غوښتنه زما په اند معقوله او پر ځایه ده.»

د سیاسي چارو ځيني شنونکي له افغانستان سره د نړۍ د هېواونو تعامل مهم بولي. د دغو چارواکو په ګډون، د اسلامي همکاریو سازمان له نړۍ سره د کابل د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبولای شي.

 د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي:«معقوله لار، مثبته لار او تر ټولو نږدې لار، د تعامل لار ده، چې هم د اسلامي امارت د پېژندلو لپاره او هم د افغانستان د خلکو د اقتصادي اړتیاوو د پوره کېدو لپاره مثبتې اغېزې لري.»

د سیاسي بل چارو شنونکی فيض الله جلیلي هم څرګندوي:«که چېرې ته د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غواړي چې ریښتیا له افغانستان سره رسمي تعاملات صورت ونیسي، نو اول دې دوی له اسلامي هېوادونو نه غوښتنه وکړي چې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني.»

د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۵ په کابل کې خپل کار بېرته پېل کړ.

دغه سازمان د افغانستان په ګډون ۵۷ غړي لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه