Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رویټرز: د سعودي عربستان ډپيلوماتانو د امنیتي اندېښنو له امله کابل پرېښود

د رویټرز خبري ازانس راپور ورکړی چې د سعودي عربستان ډيپلوماټانو د امنیتي اندېښنو له امله له افغانستانه ولاړل.

په دغه راپور کې د درېیو باخبرو سرچینو پر حواله راغلي دي، چې سعودي عربستان په وروستیو ورځو کې د امنیتي اندېښنو له امله خپل ډيپلوماتان له کابله پاکستان ته بیولې دي.

د سیاسي او نظامي چارو ځيني شنونکي په هېواد کې د امنیتي اندېښنو له امله د سعودي عربستان د سفارت تړل کېدل د توجیې وړ نه ګڼي.

د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي:«د سعودي عربستان او ځينو نورو هېوادونو پرېکړې چې له کابله یې د خپلو ډپيلوماټانو ویستل ظاهراً امنیتي اندېښنې بللې دي؛ خو په پرېکنده توګه د توجیه وړ نه ده او سیاسي دلایل دي. غوره ده چې د طالبانو حکومت د دغو هېوادونو د سیاسي اندېښنو د رفع کېدو په هڅه کې وي.»

د سیاسي چارو شنونکي عزیز معارج هم طلوع نیوز ته وویل:«د امنیتي ګواښونو او امنیتي مسایلو سربېره د سعودي عربستان د سفارت تړل کېدل او د بهرته د ډپيلوماتانو وتل نور لاملونه هم لري، دا چې د نجونو پر زده کړو او کار بندیز چې ته یې اسلامي صبغه ورکړې ده.»

خو که څه هم اسلامي امارت دغه مسئله نه تایید او نه هم ردوي، خو وایي، چې اسلامي امارت د سفارتونو او ډيپلوماټانو د امنیت ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«په خپله دوی اوس امنیتي موضوع مطرح کړې، موږ په دې هکله کومه ستونزه نه وینوو، ځکه په افغانستان په ځانګړې توګه په کابل کې امنیتي وضعیت ښه او غوره دی او په ځانګړې توګه د سفارتونو امنیت په پراخه که نیول شوی دی. د افغانستان اسلامي امارت د تولو حکومتي بنسټونو او همدارنګه د سفارتونو او نړۍوالو بنسټونو امنیت ته متوجه دی.»

که څه هم تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د چين، ترکیې، پاکستان، ایران، قطر او ځينو نورو هېوادونو په ګډون یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې ډيپلوماټيک فعالیت لري.

سلامي امارت دغه مسئله نه تایید او نه هم ردوي، خو وایي، چې اسلامي امارت د سفارتونو او ډيپلوماټانو د امنیت ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه