Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م سازمان کې د امریکا استازی د نجونو پر زده کړو او کار بندیز نیوکه کوي

په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د نړۍوالو اندېښنو په لړ کې، دا ځل په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي له زده کړو او کاره د ښځو په منع کېدو نیوکه کوي.

کریس لو د هېواد د نفوس د پیاوړتیا لپاره کار او تعلیم مهم بولي.
 
په ملګرو ملتونو سازمان کې د مدیریت او اصلاحاتو په چارو کې د امریکا استازی کریس لو وویل:«موږ له یونېسف او نورو هېوادونو سره یوځای په کلکه د طالبانو هغه فرمانونه غندو چې ښځې یې پوهتنونونو ته له تلو او په غیر دولتي بنسټونو کې له کار کولو منع کړي. د جنسیت په پام کې نیولو پرته د ټولو ځوانانو او ماشومانو په ګډون زده کړو او کار ته برابر لاسرسی د نفوس د ځواک او پیاوتیا لپاره یوه اړینه چاره ده.»

خو اسلامي امارت د دغه امریکایي چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې وایي، اسلامي امارت ټول مسایل د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې تنظیموي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال له نړۍ غواړي، چې د سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره ګام واخلي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«هغه هېوادونه چې په دې برخه کې اندېښنې لري، هغه مکلفیتونه چې د واټونو کمولو او د مسایلو حل کولو لپاره مهم تمامېدلی شي باید خپل مسوولیتونه ادا کړي.»

په همدې حال، د پوهنتونونو یو شمېر استادان او زده کړیالان له اسلامي امارته غواړي، چې ژر دې د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې پرانیزي.

د پوهنتون استاد ایمل رسا وايي:«د یوې ښځې ښوونه او روزنه، د یوې کورنۍ ښوونه او روزنه ده، حتی ویلی شم، چې د یوې ټولنې ښوونه او روزنه ده، نو هیله لرم، چې ژره د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي.»

زده کړیاله حسینه څرګندوي:«زما غوښتنه له اسلامي امارت څخه دا ده، چې نجونو زده کړیالانو ته اجازه ورکړي، ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

د امریکا دغه استازي له مرسته کوونکو او بشرپاله متحدینو څخه غواړي، چې د بشرپاله مرستو په بهیر کې د نارینه‌وو پر ځای د ښځینه‌وو ځای پر ځای کېدو په برخه کې پیاوړی او متحده دریځ ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه