د روسیې ولسمشر د سیمې هېوادونو د ملي امنیت شورا د سلاکارانو په ناسته کې وايي، په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی او نږدې څلور مېلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
ولادیمیر پوتین پهدې غونډه کې په افغانستان کې د نشهيي توکو تولید ته اندېښنه څرګنده کړې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي: «په افغانستان کې بشري وضعیت مخ پر خرابېدو دی او د روسیې د معلوماتو پر بنسټ، په دې هېواد کې نږدې څلور مېلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. ویلای شم چې له بده مرغه د مخدره توکو تولید او قاچاق د زیاتېدو په حال کې دی.»
بلخوا، پهدې غونډه کې د هند د ملي امنیت شورا سلاکار له افغانانو نه د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړی دی.
په ورته مهال د دې ناستې ګډونوالو له افغانانو ملاتړ اعلان کړ. د هند د ملي امنیت سلاکار هم وايي چې افغانان به هېڅکله یوازې پرېنږدي.
د هند د ملي امنیت شورا سلاکار اجیت ډوال وايي: «موږ د افغانانو پر سوکالۍ او بشري اړتیاوو ټینګار کوو او هند به هېڅکله په اړینو وختونو کې افغانان یوازې پرېنږدي.»
پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: «د افغانستان په اړه د مسکو ناسته د دوه دلایلو له کبله نهشي کولای ګټورې اغېزې ولري؛ یو دا چې طالبان هلته نهشته چې له افغانستانه دفاع وکړي او یا دا چې د هغوی پرېکړې رد یا تایید کړي، دویم دا چې د هغوی اجنډا څرګنده او واضع نهده چې د افغانستان اوسني وضعیت په اړه عملي جنبه ولري.»
د افغانستان په تړاو د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت شورا د سلاکارانو او استازو پنځمه غونډه د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د افغانستان د استازي له حضور پرته جوړه شوه. پهدې غونډه کې هند، ایران، قزاقستان، قرقیزستان، چین، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان ګډون درلود.
په دې اړه مو اندونه