Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا: د سفرونو ممنوعیت لرې کول د ټولو خواوو په ګټه دی

سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د سرپرست حکومت پر چارواکو د سفر ممنوعیت لرې کړي.

د اسلامي امارت ویاند وایي، دغه کار به د ټولو په ګټه وي او تعامل ته به زمینه برابره کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «اجازه دې ورکړل شي چې په ازاد ډول سفرونه وشي، دا د ټولو اړخونو په ګټه دي چې له افغانستان سره ښه واوسي، باور راوړي او د اقتصادي او ډېپلوماټیکې همکارۍ باید ولري.»

سرپرست حکومت وايي، د نړۍوالې ټولنې له لوري د فشارونو او محدودیتونو دوام د ستونزو د له منځه وړو لپاره حل لاره نه ګڼي.

بل‌خوا، د سیاسي چارو ځيني شنونکي د سرپرست حکومت د ځينو غړو د سفرونو د معافیت د نه غځېدو لامل د اسلامي امارت له لوري د نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته ارزښت نه ورکول ګڼي.

د نړۍوالو چارو شنونکی جنت فهیم چکري زیاتوي: «د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي چې له نړۍ سره هر څومره تګ-راتګ ولري، کولای شي د اسلامي امارت رهبري لا ډېر تعامل ولري او دا د هر لوري په ګټه دی.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد حسن حقیار وايي: «د اسلامي امارت د مشرانو بندیزونو په صورت کې نه‌شي کولای له نړیوالې ټولنې سره افهام او تفهیم، خبرې-اترې او تګ-راتګ وکړي او کله چې تګ-راتګ او خبرې اترې نه‌وي څنګه شته ستونزې حل کېدا شي؟»

د ملاعبدالغني برادر، عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر او د اسلامي امارت د څو نورو چارواکو د سفرونو معافیت پای ته رسیدلی او تر اوسه نه دی غځول شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه