Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلام‌اباد: په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلام‌اباد او متحدین یې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ زیاتوي، د پاکستان سفیر افغانستان ته نه دی ستون شوی او په دې اړه يې تر اوسه پرېکړه نه ده کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوې خبري ناسته کې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان لپاره مهم ګڼي او وايي، اسلام اباد په افغانستان د سولې او ثبات تامین لپاره هلې ځلې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وايي: «سفیر عبیدالرحمن نظاماني لا هم په پاکستان کې دی. د هغه د ستنېدو په اړه مو تر اوسه پرېکړه نه‌ده کړې او موږ د نوموړي د ستنېدو لازمي شرایطو د ارزونې په حال کې یوو.»

د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره مهم بولي او زیاتوي، سرپرست حکومت هم په سیمه کې د دایمي ثبات لپاره کار کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره مهم دی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې په سیمه کې دایمي ثبات تامین شي او د سیمې په ټولو هېوادونو کې امنیت اوسېږي. موږ هیچاته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.»

خو ایا پاکستان رښتیا هم افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین کېدو هڅه کوي.؟

د سیاسي چارو شنونکی محمد حسن حقیار وايي: «بدبختانه پاکستان د افغانستان سره دوه مخی سیاست کوي، هغه څه وايي، چې نه يې کوي او همدا اوس هم افغانانو او د افغانستان حکومت پر وړاندې ستونزې جوړوي.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: «پاکستان د یوه ګاونډ هېواد په حیث کولای شي چې د افغانستان په سولې او ثبات، اقتصادي او سیاسي مسایلو کې ښه رول ولوبوي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده همداراز وایي، د دې هېواد او افغانستان چارواکو تر منځ د امنیت په ګډون په بېلابېلو مسایلو خبرې روانې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه