Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانانو له لوري په ترکیه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې راټولو کمپاین

په ترکیه کې د افغانانو اړوند یو شمېر ټولنیزو او فرهنګي بنسټونو د دې هېواد په سویل او سویل ختیځ کې زلزله ځپلو ته د مرستې راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د دې بنسټونو مسوولان وایي، په تېرو درې ورځو کې یې په ټوله ترکیه کې له میشتو افغانانو نغدې پیسې، خوراکي توکي، ژمني کالي او نور د اړتیا وړ توکي ټول کړي دي.

د ترکستان ایللری خیریه بنسټ منشي نور احمد یورتداش  وايي: «تر اوسه مو له خپلو خلکو نه پنځه ټرېلره مواد راټول کړي دي، دغه راز هره ورځ ټولنو ته ژمنۍ جامې، خوراکي توکي او نور اړین مواد لېږو. دغه توکي زلزله ځپلو سیمو ته لېږو. تر اوسه مو زلزله ځپلو ته ۱۵ موټره راټولې شوې مرستې لېږلې دي او دغه مرستې دوام لري.»

په ترکیه کې د افغانستان د ټولنو د فډراسیون رییس عزت‌الله سادات زیاتوي: «دلته چې زموږ افغانان دي، باید ودرېږي او مرسته وکړي، دا یوه سخته ورځ ده، د افغانستان او ترکیې خلک ورونه او دوستان دي.»

په ترکیې او سوریې کې د دې زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۲۱ زرو واوښت.

په ترکیه کې د ټولنیزو بنسټونو د معلوماتو له مخې، افغانانو ته تر ټولو ډيره مرګ ژوبله د ترکیې د ختای ولایت په یوه سیمه کې چې ۲۵۰۰ افغانانو پکې ژوند کاوه، اوښتې ده.

په ترکیه کې د افغانستان د ټولنو رییس عبدالغفور توران وايي: «موږ د افغانانو په تړاو ډير معلومات لرو، ځکه زموږ د کمېسیون غړي د ختای ولایت په ګډون په بیلابیلو ولایتونو کې شته او موږ ته راپور راکوي. له دې ځایه هغوی ته مرستې لېږو. تر اوسه په دغه ولایت کې ۱۲۰ تنه افغانان مړه شوي دي، ګڼ نور تر کنډوالو لاندې دي چې راوبه اېستل شي.»

د دې ترڅنګ سرپرست حکومت په ترکیه کې له زلزله ځپلو سره د لس میلیونه افغانیو نغدي مرستې او په سوریه کې له زلزله ځپلو سره د پنځه میلیونه افغانیو نغدي مرستې خبر ورکړی دی.

دغه راز په وروستي مورد کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان امر کړی چې په‌دې هېواد کې دې له هرې زلزله ځپلې کورنۍ سره د لس زره لیره بېړنۍ مرسته وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه