Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت ویاند هېواد کې د زده کړې پر اړتیا ټینګار کوي

اسلامي امارت «په علم کې د نجونو او ښځو د حضور په نړۍواله ورځ» د علم زده کړه د هر کس اړتیا ګڼي او وايي چې سرپرست حکومت به د اسلامي لارښوونو پر بنسټ مخته ولاړ شي.

د فبرورۍ یولسمه «په علم کې د نجونو او ښځو د حضور نړۍواله ورځ» یادېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وویل:«علم او پوهه د هر انسان اړتیا ده او هڅه کوو چې په دې برخه کې ګامونه پروته شي او هغه ستونزې چې لرو یې حل شي، په دې هکله ان‌شاالله اسلامي امارت د اسلامي حکامو په مطابق مخته ځي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په همدې مناسبت په خپل پیغام کې په زده کړو کې پر جنسیتي برابرۍ ټینګار کړی دی.

نوموړی وايي، لا هم د نړۍ په ډېریو ځایونو کې زده کړو ته د نجونو او ښځو لاسرسی محدود شوی او یا هم په بشپړه توګه پرې شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټفان دوجاریک ویلي:«د ملګرو ملتونو سرمنشي په علم کې د نجونو او ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې، د څېړنو په برخو کې د نجونو او ښځو حضور د تنوع لامل شوی. دوی د علم ساحه پراخه کړې او نويو نوښتونو ته یې لار پرانیستې او دا د ټولو په ګته دی؛ خو بیا هم د نړۍ په ډېریو ځایونو کې ښوونې او روزنې ته د نجونو او ښځو لاسرسی محدودی شوی او یا هم په بشپړه توګه پرې شوی دی.»

له بل لوري د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره په زده کړو کې د زیاتو نجونو او ښځو د ګډون غوښتنه کړې ده.

د دغه سازمان مشر له غړو هېوادونو غوښتي چې، د نجونو او ښځو د حقونو د تضمین او همداراز زده کړو ته د لاسرسي په برخو کې هڅې وکړي.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په اعلامیه کې راغلي:«په علم کې د نجونو او ښځو په نړۍواله ورځ کې د دغه سازمان سرمنشي د نجونو او ښځو د حقونو او زده کړو په برخو کې د نړۍوالو د همکاریو غوښتنه کړې ده.»

د افغانستان لپاره د آمریکا سفارت په علم کې د نجونو او ښځو د حضور په مناسبت په خپله ټویټر پاڼه په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر حق ټینګار کړی دی.

زده کوونکې نذیره وايي:«له نړۍوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ژر ترژره د ښوونځیو دروازې دې د زده کوونکو پر مخ پرانیزي.»

زده کړیاله نرګس هم څرګندوي:«که چېرې یوه ښځه لوستې وي یوه لوستې ټولنه جوړوي او که چېرې یو سړی لوستی وي کولای شي چې یوازې ځان له ستونزو وباسي.»

د ویلو ده چې، له څه باندې ۵۰۰ ورځو راهیسې په افغانستان کې د نجونو متوسطې او لیسې تړلي دي او د روان کال د لیندۍ پر ۲۹مې لوړو زده کړو وزارت هم زده کړیالانې د زده کړو له دوامه منعه کړې.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره په زده کړو کې د زیاتو نجونو او ښځو د ګډون غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه