په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي چې پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې افغان وګړو ته د ویزو د صادرولو ستونزه به حل کړي او همدارنګه په دې برخه کې به ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مسوولین وایي، د پاکستان له چارواکو سره یې د پاکستان ویزې په ترلاسه کولو کې د ستونزو د هواري اړوند خبرې کړې دي.
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د قونسلي چارو مسوول ظریف قاسمي وايي:«په دې لیدنه کې په یو شمېر مهمو مسایلو خبرې وشوې او سره تفاهم ته ورسېدل. د افغانانو د ویزو پر ستونزو هم خبرې وشوې، ترڅو وکولای شي، چې په اسانۍ سره ویزې لاسته راوړي.»
بلخوا، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د کونسلي چارو مسوول د څرګندونو پر بنسټ، پاکستاني چارواکي به نور افغان کډوال زنداني نه کړي.
ورته مهال د خوست ولایت اوسېدونکی نور ویس مالیار غواړي چې د پاکستان ویزه ترلاسه کړي، څو خپله ناروغه مېرمن د درملنې لپاره دغه هېواد ته بوځي، خو وایي، له ډېرو ورځو راهیسې نه دی توانېدلی چې د پاکستان ویزه لاس ته راوړي.
هغه په دې هکله وویل:«موږ د ویزې لپاره پیسې هم جمع کړې او له دوه تر درې میاشتو مو انتظار هم ورته ویستلی، خو بیا هم هېڅ په لاس نه دي راغلي.»
د نور ویس په څېر د هېواد یو شمېر نورو اوسېدونکي هم د پاکستان د وېزو په ورکړه کې له ستونزو شکایت کوي.
یو شمېر شرکتونه چې د پاکستان ویزې د خدماتو په برخه کې کار کوي وايي، چې د زیات شمېر کسانو ویزې د پاکستان له لوري ردېږي.
د پاکستان ویزې د یوه خدماتي شرکت مسوول نور الرحمن نور څرګنده کړه:«هغه کسان چې د پاکستان ویزو لپاره ثبت نام کوي، په سلو کې د ۴۰ سلنه ویزې ورکول کېږي او د پاتې ۶۰ سلنه کسانو غوښتنې رد کېږي.»
د پاکستان ویزې غوښتونکي عبدالله وویل:«ما یو ځل نوم لیکنه وکړه هغه رد شوه او ویزه مې ترلاسه نه شوه کړی، دوهم ځل مې بیا ثبت نام وکړ بیا هم رد شوه، چې له هغې وروسته مې د پاسپورټ تاریخ هم ختم شو.»
په پاکستان کې د افغانستان سفارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په تېره یوه میاشت کې د افغانستان نږدې ۱۲۰۰ کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد شوي، خو لا هم ۱۸۰۰ افغان کډوال په دغه هېواد کې بندیان دي.
په دې اړه مو اندونه