Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیه کې له زلزلې وروسته د افغان وګړو ستونزمن ژوند

ځينې افغان وګړي چې د ترکیې له زلزلې ژوندي پاتې دي، په خېمو کې له ستونزمن ژونده شکایت لري.

دغه افغانان وايي چې خپل هر څه یې په دغې زلزله کې له لاسه ورکړي او په سړه هوا کې په خېمو کې شپې او ورځې تېروي.

مالاتیا په ترکیه کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو ولایتونو یو ولایت دی.

ترکیه کې افغان وګړې فرزانه وايي:«په دې ښار کې د زلزلې پر مهال یو زیات شمېر افغانان بند پاتې وو. یو شمېر یې ټپيان شوي او ځینې یې شهیدان شوي او ځینې کورنۍ لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي.»

بل افغان وګړی هم څرګندوي:«نیم ځان مې، لاس مې، پښه مې او سر مې مات شوي دي، راته وویل شول چې، ډاکټر راځي؛ خو لا تراوسه نه دی راغلی.»

په ترکیه کې مېشت بل هېوادوال عبدالعلي وویل:«زلزلې زموږ کورونه وران کړل. اوس په دې کېږدیو کې ژوند کوو. واوره ده او یخ دی. موږ ماشومان لرو.»

سهراب مبارز هم زیاتوي:«په لومړۍ زلزله کې موږ په کور کې وو. د سهار ۴ او ۱۷ دقیقې وې. په دویمه زلزله کې زموږ د کور ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوه او له نیکه مرغه موږ هغه مهال له کوره بهر وو.»

له بل لوري په انقره کې د افغانستان سفارت او د افغانانو ټولنیز او کلتوري بنسټونه زیانمنو ته د مرستو د راټولولو له کاروان سره یو ځای شوي دي.
د دوی په وینا، د ترکیې په لسو ولایتونو کې زلزلې زیانونه اړولي او په دې پېښه کې یو شمېر افغانانو هم مړه شوي دي.

په انقره کې د افغانستان د سفارت مستشار سفارت مصدق فقیري وویل:«په هاتاي ولایت کې زموږ څه باندې ۸۰ تنه هېوادوال شهیدان شوي او په دیامان ولایت کې ۳۵ تنه. دا غیر رسمي شمېر دی.»

د قهرمان مرعش په روغتون کې ډاکټر نېک محمد وايي:«دلته روغتون له ټپيانو ډک وو، ټيپان او ناروغان یې نورو ښارونو ته لکه انقرې، اسټانبول او د ترکیې تولو ښارونو ته مو واستول.»

د عامې روغتیا وزارت پخوانی مرستیال فدا محمد پیکان هم څرګندوي:«موږ هم چې هغو سیمو ته سفر وکړ، هغه سیمې چې ډېر یې زیان لیدلی، د قهرمان مرعش، هاتاي، غازي انتیب، ادانا ولایتونه دي چې له بده مرغه په هغه کې زموږ افغانان مېشت وو او جدي زیان یې لیدلی دی.»

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره د امیرخان متقي له ټلېفوني اړیکې خبر ورکړ.

د دغه وزارت په خپرپاڼه کې راغلي چې، ښاغلي متقي د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، سرپرست حکومت چمتو دی چې، د غوښتنې پر مهال روغتيايي او ژغورونکې ډلې ترکیې ته واستوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه