Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستانکزی: د اسلام په چوکاټ کې به ښځو ته د کار او زده کړو زمینه برابره شي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې د اسلام په چوکاټ کې هېوادوالو په ځانګړې توګه ښځو ته به د کار او زده کړې زمینه برابره شي.

شېر محمد عباس ستانکزی له افغانستان سره د مرستندویانو د مرستو دوام هم مهم ګڼي.

ښاغلي ستانکزي وویل:«دم‌ګړۍ حکومت اسلامي دی، ان‌شاالله موږ غواړو چې د اسلام په چوکاټ کې ټولو خویندو او وروڼو ته چې دننه په هېواد کې دي، افغانان دي هغوی ته ټول مسایل حتا کار او تعلیم او تریبه ټول د اسلام په چوکاټ کې او د افغاني دود او شریعت په مطابق ان‌الله ورته چمتو کړو، او په دې برخه کې کار روان دی او ان‌شالله هیله من یوو چې ډېر ژر به دا جوړ شي.»

بلخوا ځينې هېوادوال وايي چې د اقتصاد وازارت له خوا د کار بندیز د مکتوب له خپرېدو وروسته بې‌کاره شوي دي.

ګیتي هم یوه له دغو هېوادوالو ده چې په ناحکومتي بنسټونو کې د ښځو د کار د ځنډېدو په تړاو د اقتصاد وزارت د مکتوب له خپرېدو وروسته بېکاره شوه. دا اوس خپلې راتلونکې ته اندېښمنه ده او له اسلامي امارته غواړي چې، ښځو ته هم د کار اجازه ورکړي.

نوموړې وايي:«ځينې پېغلې دي چې پلار نه لري، سرپرست نه لري، مشر ورور نه لري، مجبور او مکلف دي چې هغوی باید کار وکړي چې د خپلو کورنیو لګښتونه پورته کړي.»

له دې سره سم، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې، په هېواد کې د فقر د راکمولو لپاره د نړۍوالو د مرستو دوام ته اړتیا ده او په وینا یې په مرستندویه بنسټونو کې د ښځو فعالیتونه د کورنیو د اقتصاد په وده کې اغېزناکه دي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي وویل:«د ښځو د کار منع کول د دې لامل کېږي چې د افغانستان د کورنیو خالصو تولیداتو کچه راټیټه شي، د کورنیو پر اقتصادي سوکالۍ اغېزه کوي.»
 
له بل لوري اقتصاد وزارت وايي، دم‌ګړۍ په افغانستان کې په اقتصادي، ټولنیزو او بشري برخو کې څه باندې ۲۶۰ بنسټونه فعالیت لري او په وینا یې دغه وزارت هڅې کوي چې، یادو بنسټونو ته لا نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«اسلامي امارت د دوی (ښځو) د کار د دام لپاره بېلابېلې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. چې امنیتي بحثونه او د بورکراسۍ له منځه وړل او هغه کړنلارې چې د دوی لپاره د تګ راتګ اسانتیا رامنځته کوي، زموږ له خوا ډېره پاملرنه ورته شوې ده.»

په ناحکومتي بنسټونو کې د ښځو د کار د ځنډېدو په تړاو د اقتصاد وزارت د مکتوب له خپرېدو وروسته یو شمېر مرستندویه بنسټونو په افغانستان خپل فعالیتونه وځنډول او ځینو یې بیا ویلي چې، دغې پرېکړې د دوی کارونه ټکني کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه