د بندخونو د چارو تنظیم اداره وايي چې دمګړۍ د سرپرست حکومت په ټولو بندخونو کې کابو ۱۴ زره تنه بندیان دي چې له دې منځه څه باندې ۱۰۰۰ تنه یې ښځې دي.
د دغې ادارې چارواکي وايي چې ټولې دغه مېرمنې، د جنايي اوحقوقي جرمونو په تور بندیانې شوي دي او اسلامي امارت د اسلامي امارت په رڼا کې د ټولو بندیانو حقونو ته ژمن دی.
د بندخونو د چارو تنظیم ادارې رییس مولوي محمد یوسف مستري وايي:«د افغانستان د اسلامي امارت په محابسو کې اوس مهال تقریباً ۱۴ زره بندیان دي، چې په دې کې له ۱۰۰۰ تر ۱۱۰۰ یې زنانه بندیانې دي او دا نور یې نارینه دي.»
نوموړی زیاتوي، دمګړۍ د هېواد په بندخونو کې هېڅ سیاسي بندي نشته او د دوسیو له ارزونو وروسته لا تر اوسه شاوخوا ۱۵ زره کسان آزاد شوي دي.
ښاغلی مستري زیاتوي:«هغه د محاکمو یا د ځانګړي هیات په توسط باندې ۱۵ زره شاوخوا بندیان بېرته دوسیې یې مکمل شوي دي قید لږ یا ډېر ورکول شوی یا پر هغه ځای بېرته خوشې شوي دي دا بېرته تللي دي خپلو کورو ته.»
له بل لوري ځينې حقوقپوهان وايي، د بندیانو دوسیې باید په رڼه توګه وڅېړل شي.
د حقوقي چارو شنوونکی سبحان الله مصباح وویل:«یو بندي له نیول کې تر محاکماتي بهیره او د محکم د تطبیقه د ځينو حقونو او امتیازاتو لرونکی دی چې په قانون کې ورته په پام کې نیول شوي دي چې هغه عبارت دي له د قانون په مطابقت عادلانه او رڼې محاکمې ته رسېدنه ده.»
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په څرخي پله بندخونه کې د بندیانو شمېر صفر ته رسېدلی وو.
د بندخونو د چارو تنظیم ادارې مسوولان وايي، دمډګړۍ ډېری کسان د نشه يي توکو د قاچاق، قتل، غلاو او په نورو ورته جرمونو بندیان دي.
په دې اړه مو اندونه