Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ښاروالۍ: تېرو درې میاشتو کې څه باندې ۱۴۰ مړي خاورو ته سپارل شوي

کابل ښاروالۍ وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د ناڅرګند هویتو په ګډون څه باندې ۱۴۰ مړي یې خاورو ته سپارلي دي.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي وویل چې دغه مړي د عدلې طب له څېړنو وروسته او د ښخولو د جواز تر صادرولو وروسته خاورو ته سپار شوي دي.

ښاغلي بارکزي وویل:«اجسادي چې وارث نه لري، په دې معنا چې یا نه پېژندل کېږي او یا څوک نه لري هغه موږ بیا له اسلامي طریقو سره سم غسل کوو یې او بیا کفن دی او بیا دفن کېږي له ټولو مواردو سره سم چې موږ یې په نظر کې نیسوو.»

د کابل ښاروالۍ په دې اړه جزئیات نه ورکوي چې دا کسان چا او څنګه وژلي دي.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارت غواړي چې د مرموزو وژنو مخه ونیسي.

د کابل اوسېدونکی رامش وايي:«یوه هیله کوو چې د دغو مرموزو وژنو مخنیوی دې وکړي، د دې په خاطر که چېرې مخنیوی یې ونه کړي مرموزې وژنې زیاتېږي.»

د کابل بل اوسېدونکی شکرالله هم څرګندوي:«تر هغې چې خپل او ټولنې اړتیاوې نه شي پوره کولای دا په خپله دې دې لامل کېږي چې یو انسان ووژني، یو څوک چې لږې ښې جامې یا پیسې او شتمني ولري ځي هغه وژني، خاص د خپلو لومړنیو اړتیاو لپاره.»

کابل ښاروالۍ وايي، د معیاري هدیرو جوړول د دې ادارې لومړیتوب دی او په پام کې ده چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې جوړې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه