Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسکو د افغانستان لپاره د نوې سیمه‌ییزې کړنلارې وړاندیز کړی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې مسکو د افغانستان د سیمه‌ییزې کړنلارې د پیاوړتیا لپاره د نوي چوکاټ یا کړنلارې وړاندیز کړی دی.

ښاغلي کابلوف له "ویک" نشريې سره په مرکه کې ویلي چې دغه تګلاره به د جي ۵ ناستې په څېر وي چې هند، پاکستان، ایران، چین او روسیه به په کې حضور ولري.

دغه روسی ډیپلومات یاد فارمټ د سیمه‌ییزې کړنلارې د پراختیا لپاره مهم ګڼي.

ضمیر کابلوف زیاتوي، چې مسکو د دغې کړنلارې د جوړولو لپاره هڅې کوي او چین هم د دغه وړاندیز ملاتړ کړی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف زیاتوي:«د یوې سیمه ییزې کړنلارې د پراختیا لپاره، موږ غواړو چې د هند، پاکستان، ایران، چین او روسیې سره د جي ۵ په څېر یو بنسټیز فارمټ جوړ کړو. موږ باور لرو چې دا نه یوازې سیمه‌ییزې اجماع ته د رسېدو لپاره یوه لار کېدای شي، بلکې د د دې اجماع پلي کول باید د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته څرګنده کړي چې دوی باید زموږ خبرې واوري.»

له بلخوا د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال وايي، هر هغه ګام چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصاد د پراختیا او د اړیکو د پیاوړتیا لامل کېږي، د ستاینې وړ دی.

د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کریمي وویل:«هر هغه تحرک چې د افغانستان د اسلامي امارت او همدارنګه د افغانستان د خلکو سره په اقتصادي، تجارتي او د روابطو په برقرار کولو کې ممد تمامېدلای شي دا مثبت ګام دی.»

ښاغلي کابلوف زیاته کړې، روسیه نه غواړي چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، خو د طالبانو د مدیریت د لارو چارو په اړه خپله مایوسي نه شي پټولی.

د سیاسي چارو کارپوه سید جواد سجادي وايي:«هر ډول فارمټ باید د دوو مهمو ځانګړنو لرونکی وي، لومړی دا چې د افغانستان متکثر او متنوع واقعیتونه باید په پام کې ونیول شي، او بل دا چې افغانستان باید د سترو ځواکونو د سیالیو وسیله او اوزار وګرځي.»

د سياسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وویل:«هر څومره چې ټولنې جوړې شي او په هغو کې افغانستان دخیل وي، هڅه دې وکړي چې صادقانه سیمه امنه کړي، دا هم د افغانستان په ګټه ده او هم د سیمې په ګټه ده.»

سره له دې چې افغانستان د ځينو نړۍوالو سازمانونو غړیتوب لري، خو د دغو سازمانونو په ډېرو غونډو کې د اسلامي امارت استازي نه بلل کېږي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال وايي، هر هغه ګام چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصاد د پراختیا او د اړیکو د پیاوړتیا لامل کېږي، د ستاینې وړ دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه