Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رینا امیري په دوحه کې د هېوادوالو د زده کړو او کار په هکله خبرې وکړې

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وايي له هغو افغانانو سره تعامل چې له افغانستانه بهر د خپلو هېوادوالو لپاره تحصیلي او کاري زمینې برابروي، هیله بښوونکی دی.

رینا امریي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې دوحې ته یې په خپل سفر کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې او د یوه تعلیمي بنسټ له چارواکو سره له افغانستانه بهر د افغان هلکانو او نجونو ته د تحصیلي زمینو برابرولو په هکله خبرې کړې دي.

مېرمن امیري ویلي:«هېڅ شی را ته له هغو افغانانو سره د تعامل لپاره هیله بښوونکي نه دی چې په هېواد او کډوالو ټولنو کې خپلو هېوادوالو ته تحصیلي او کاري زمینې برابروي.»

بلخوا ځينې زده کړیالانې له اسلامي امارته غواړي چې پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

حسینه معتصم د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصله ده، هغه د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ده.

نوموړې طلوع نیوز ته وايي:«ښوونځي، ښوونیز مرکزونه او پوهنتونونه د ټولو نجونو پر مخ تړلي دي چې دا د نجونو لپاره یو نامعلوم برخلیک دی. معلومه نه ده چې د هغوی راتلوونکی څه کېږي، دوی د یوې ټولنې نیمه طبقه له پامه غورځولې ده.»

ورته مهال د پوهنتون ځينې استادان او زده کړیالان وايي، سرپرست حکومت باید د ښځینه محصلینو لپاره د پوهنتون د ځنډولو ستونزه پای ته ورسوي.

د پوهنتون استاد فضل هادي وزین په دې هکله وايي:«د افغانستان د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل نه یوازې یوه کورنۍ ستونزه حل کوي بلکې د نړۍ له هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره د یوې ښې اړیکې لپاره یو مثبت ګام کېږدي.»

زده کړیاله عاطفه معتصم هم څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیستل شي، دا زموږ حق دی اسلامي ښځو ته حق ورکړی چې تحصیل وکړي.»

تر دې وړاندې د ریاست الوزرا ادارې مرستیال د مرکزي پوهنتونونو د استادانو په دیني او علمي سمینار کې د ښوونیزو بنسټونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د ریاست الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي وویل:«که چېرې موږ دعوا کوو چې خپل هېواد دغه کوو او هغه کوو، هر څه خوب او خیال دی، لومړی موږ باید خپلې تعیلمي دستګاوې هم د کیفیت له پلوه او هم د کمیت له پلوه پياوړې کړو او اپډیټ نه کړو په هغه صورت کې هېڅکله نه شوو کولای.»

نږدې دوه میاشتې وړاندې د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځو زده کړې د سرپرست حکومت له لوري وځنډول شوې او اسلامي امارت په وروستۍ پرېکړه کې، د طب په وروستۍ ازموینه کې د نجونو حضور وځنډاوه.

د ریاست الوزرا ادارې مرستیال د مرکزي پوهنتونونو د استادانو په دیني او علمي سمینار کې د ښوونیزو بنسټونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه