Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد وتل

سبا، د سلواغې ۲۶مه نېټه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو له څلوردېرشمې کلیزې سره برابره ده.

ورته مهال په هېواد کې د پخواني شوروي د برید د قربانیانو ځينې کورنۍ وايي چې روسي ځواکونو ډله‌ییزې وژنې کړې دي.

توریالی وايي چې د پخواني شوروي اتحاد په برید کې یې د پلار په ګډون د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
          
توریالي طلوع نیوز ته وویل:«زما نیکه اوه زامن لرل چې شپږ تنه یې شهیدان شول چې یو یې زما پلار دی او دا زموږ د کورنۍ لپاره یوه ترخه او نه هېرېدونکې خاطره ده.»

داسې نور کسان هم شته چې د هغې دورې ترخې خاطرې په یاد دي او وایي، چې شوروي ځواکونو پر هېواد د یرغل ترڅنګ، په ډله‌ییزو وژنو هم لاس پورې کړی.
              
د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د وخت شاهد او د پروان اوسېدونکی سید احمد څرګندوي:«ډله‌يیزې وژنې یې وکړئ، لس نفره پنځلس نفره یې یوځای په باغ کې ودرول او ضربه یې کړل او وې وژل او ولاړل.»

که څه هم په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد څه باندې نهه کلن حضور د دغه اتحاد د ړنګېدو لامل شو، خو په دغو جګړو کې نږدې دوه مېلیونه افغانان ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.

د پوځي چارو شنوونکی اسدالله ندیم وویل:«په افغانستان کې د روسانو حضور هم مثبت او هم منفي اړخونه لري مثلاً که چېرې روسان پاتې شوي وای، جګړه به نه‌وه، لوېدیځ ته به یې د مخالفانو ملاتړ نه کاوه، وسله ییز اکمالات به نه کاوه، نن به د افغانستان وضعیت د منځنۍ اسیا له هېوادونو خراب نه واۍ.»

په دې جګړه کې د پخواني شوروي ۱۴زره پوځیان هم ووژل شول او له بلې خوا دا جګړه له سیاسي او مالي پلوه شوروي اتحاد ته له زیانه ډکه تمامه شوه.
               
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبرآغا څرګنده کړه:«د روسانو ماته ډېره ښکاره وه، که سړی وګوري د امریکایانو ماته دومره ښکاره نه وه لکه د روسانو، د روسانو ماته په دې ښکاره وه چې روسانو ټول هغه ملکونه چې هغه د دوی په قبضه کې وو، هغو ملکو ته یې ازادې ورکړه.»

پر افغانستان د سره پوځ یرغل له هماغه پېله د ملګرو ملتونو له غبرګون سره مخ شو. د ۱۳۵۸ کال په سلواغې میاشت کې د دغه سازمان د عمومي اسامبلې په پرېکړه لیک کې له افغانستانه د دغو پوځيانو پر ژر وتلو ټينګار وشو.
 
د پوهنتون استاد رحمت الله بېژن پور وویل:«روسیه د نړۍوالې ټولنې ذهنیتي فشار او لوېدیځ فشار له امله اړه شوه له افغانستانه چې د ملګرو ملتونو سازمان یا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۵۱ مادې د پرېکړې په مطابق د ملاتړ په توګه راغلې وه، بېرته ووخي او افغانستان د نن په څېر انزوا ته ولاړ.»

څلور دېرش کاله وړاندې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې پر شپږوېشتمه د وخت د شوروي اتحاد سرتېري د افغانستان او ازبیکستان له سرحدي پلې واوښتل او په افغانستان کې یې خپل څه باندې نهه کلن حضور پای ته ورساوه، خو تر هغې وروسته په افغانستان کې کورنۍ جګړې پېل شوې.

د افغانستان سرپرست حکومت سبا (چهارشنبې) په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه