Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ماشومانو ژغورنې سازمان: ګڼ شمېر افغان ښځې او ماشومان له بې وزلۍ سره مخ دي

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په یوه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان له بې وزلۍ او لوږې سره مخ دي. 

د دغه بنسټ پر وینا، ډېری هغه ښځې چې د خپلې کورنۍ سرپرست په غاړه لري، بشري مرستو ته لاسرسی نه لري.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان یوځل بیا د ښځو کار بندیز په هکله اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل چې له همدې امله د دغه بنسټ ۵۰ سلنه کار درېدلی دی.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان عملیاتي مدیر ډېویډ رایټ ویلي:«د ښځو پر کار بندیز یوازې د ښځو او ماشومانو د اړتیاوو د زیاتېدو لامل کېږي. موږ د دغه بندیز په پېل کې ویلي وو، چې ښځې د مرستو د برابرولو لپاره اړینې دي او د هغوی له حضور پرته به مېلیونونه ښځې او ماشومان له ژوند ژغورونکو مرستو محروم شي.»

زهرا حسیني نږدې شل کاله په بېلابېلو ادارو کې کار کړی دی. په نادولتي ادرو کې د ښځو پر کار کولو د اسلامي امارت له محدودیت وروسته دې هم خپل کار له لاسه ورکړی دی او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده.

د یوې خصوصي ادارې کارکوونکې زهرا حسیني وايي:«زموږ په کور کې څوک دنده نه لري، ځکه زموږ وروڼه جلا دي او واقعاً تر ډېره د کورنۍ مسوولیت زما په غاړه دی.»

بل خوا د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په ۲۰۲۳ کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي:«ډبلیو اف پي د تېر کال په دسمبر او د روان کال په جنورۍ میاشت کې خپلو مرستو ته دوام ورکړاو له دغو مرستو د افغانستان خلک په ځانګړې توګه مېرمنې او یا هم نجونې او هلکان ترې برخمن شول.»
 
د اقتصادي چارو شنونکي سید مسعود هم وویل:«له بده مرغه چې بهرنۍ مرستې په ډېره بده طریقه وېشل کېږي. دوی ډېره بده کړنلار تعقیب وي. هغه زړه کړنلاره چې هېڅکله هغه کومې موخې ته نه رسېږي او ډېری یې حیف او میل کېږي»

دا په داسې حال کې ده،چې په وروستیو میاشتو کې بیلابیلو بنسټونو په افغانستان کې د بې وزلۍ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې اته ویشت میلیونه افغانان له بې وزلۍ سره مخ دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه