Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګرو ملتونو سازمان: د القاعده شبکې مشري سیف العدل ته رسېدلې

د ملګرو ملتونو سازمان کارپوهانو په یوه راپور کې ادعا کړې چې په کابل کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته، د القاعده شبکې مشري سیف العدل ته رسېدلې ده.

واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې د ملګرو ملتونو سازمان کمېټې کارپوهانو پر حواله لیکلي دي چې د القاعده شبکې نوی مشر په ایران کې مېشت دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهان ویلي:«د القاعدې نوی مشر سیف العدل د ایران تر ملاتړ لاندې دی او په کابل کې د الظواهري ښکاره حضور د طالبانو لپاره چې د یوه حکومت په توګه د مشروعیت د ترلاسه کولو په لټه کې دي، د شرم وړ دی او القاعدې غوره بللې وه چې د الظواهري پر مرګ د اعتراف په نه کولو سره دغه موضوع سړه وساتي.»

خو په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس دغه مسئله ردوي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وویل:«له بده مرغه دا تورونه دي چې په تېرو شلو کلونو کې پر موږ پورې کېږي؛ خو د افغانستان له اوسنیو شرایطو سره مطابقت نه لري.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وویل:«د ایمن الظواهري په هکله باید ووایم هغه پېښه په افغانستان پورې اړه نه لري او د ایمن الظواهري په هکله هم ادعاوې شوې وې، پایله یې د هغه کمېټې له خوا چې ګومارل شوې وه، تراوسه ترلاسه شوې نه ده او دا چې وروسته هغوی څه پرېکړه کوي په افغانانو پورې اړه نه لري.»

بل خوا د سیاسي چارو ځیني شنونکي په دې تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال په دې هکله وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د خپل سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په لټه کې دی او په دې خاطر د امریکا ادعاوې چې الظواهري په کابل کې وژل شوی، تاییدولای نه شي.»

د سیاسي چارو شنونکي عزیز معارج هم وویل:«له یوې پروژې او ډارمې پرته بل څه نه دي که چېرې واقعاً الظواهري په افغانستان کې وژل شوی وي باید امریکایان او طالبانو مړی یې رسنیو ته ښودلی وای او ثابته کړې وای چې واقعاً الظواهري دی.»

سیف العدل د القاعده شبکې یو جګپوړی غړی دی. نوموړی په امریکا متحده ایالتونو کې د ۱۹۹۸ کال په چاودنه کې په لاس لرلو تورن دی. نوموړی د القاعدې د مشرۍ لپاره  د ایمن الظواهري د ځایناستي په توګه تر ټولو غوره او لومړنی انخاب ګڼل کیږي.

 تر دې وړاندې امریکا ادعا کړې ده، چې ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا په هوایي برید کې وژل شوی دی، خو په دې تړاو یې هېڅ ویډیو نه ده خپره کړې.

بل خوا کابل تل ټينګار کړی دی، چې د امریکا له لوري هېڅ د اسې سند نه دی وړاندې شوی چې وښيي الظواهري وژل شوی دی.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه