Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان کونسل: د پاکستان په زندانونو کې لا هم ۶۵۰ افغان کډوال بندیان دي

په کراچۍ کې افغان قونسل عبدالجبار تخاري وايي، د چهارشنبې په ورځ دوه سوه افغان کډوال د پاکستان له زندانو ازاد شوي او ۶۵۰ نور لا هم د دې هېواد په زندانو کې بنديان دي.

د اسلامي امارت دغه ډېپلومات له پاکستانه غوښتي چې د پاکستان په زندانونو کې بند افغان کډوال خوشې کړي.

په کراچۍ کې د افغانستان قونسل عبدالجبار تخاري وايي: «اوس هم په جیلونو کې زموږ شپږ نیم سوه کسان پاتې دي، په دې کې زنانه هم موجود دي او ماشومان هم شته او په دوی کې مریضان هم شته. له پاکستان حکومت څخه مو هیله دا ده چې دغه کسان باید ژر تر ژره خوشې شي او دوی هم خپل وطن ته راستانه شي.»

په ورته وخت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال وايي، هره ورځ شاوخوا دوه زره افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستنېږي.

دغه وزارت وايي، ایراني چارواکو له افغان کډوالو سره د ښه چلند ژمنه کړې ده.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد زیاتوي: «کډوال ډېر زیات دي او هغه کډوال چې اسناد او سندونه نه‌لري، ځینې وخت دوه زره کم و زیات ردوي. په دوی کې اسناد لرونکي او داوطلب هم دي.»

د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، پاکستان او ایران باید د افغان کډوالو په وړاندې خپل چلند بدل کړي او د جبري اخراج او غیر قانوني نيولو مخه ونیسي.

د مهاجرینو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ وايي: «د نړیوالو کنوانسینونو له مخې یو کډوال یا مهاجر حق لري چې له دوی سره انساني چلند وشي او له شړلو وړاندې یې باید قضیه وڅېړل شي.»

پاکستان او ایران د شاوخوا اته میلیونه افغان کډوالو کوربانه دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو د نظاميانو له خوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو د نظاميانو له خوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه