Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جرمني په افغانستان کې د خپلو پروژو بیا پیلول مشروط کړل

یوې جرمنۍ رسنۍ د یاد هیواد د اقتصاد وزارت له قوله راپور ورکړی چې خپلې پروژې به هغه مهال تمویل کړي چې افغان ښځې ترې ګټه پورته کړي.

دې رسنۍ لیکلي چې په افغانستان کې یې خپلې تقریبا ټولې پروژې د تېر کال په ډېسمبر میاشت کې بندې کړې دي.

د دویچه سایتونگ د راپور په یوې برخه کې راغلي: «د جرمني دولت له دې امله چې، طالبان په پراخه توګه د ښځو حقونه محدودوي؛ په افغانستان کې یې د کابو ټولو پروژو چارې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې ودرولې. اوس دغه هېواد بیا غواړي چې، افغانستان ته پیسې ولېږي؛ څو په دغه هېواد کې نجونې او ښځې بیا ځلي مجازات نه‌شي.»

له دې سره سم، مالیې وزارت وايي، په هېواد کې د څه باندې سلو پراختیايي پروژو کار چې چارې یې تر ۹۵ سلنې مخته تللي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راوروسته چارې په ټپه درېدلي دي.

د دې وزارت ویاند له نړۍوالو غواړي چې، د بشري مرستو پر ځای په افغانستان کې خپلې نیمه کاره پراختیايي پروژې بشپړې کړي.

احمد ولي حقمل وايي: «له ټولو مالي ملاتړ کوونکو او نړیوالو بنسټونو د مالیې وزارت غوښتنه دا ده، که په رښتیا غواړي د افغانانو اقتصادي وضعیت بدلون ومومي، باید له بشرپاله مرستو پرمختیايي مرستو ته لاړ شو، ځکه پراختیايي مرستې کولای شي د تل لپاره د یوې کورنۍ اقتصاد ته بدلون ورکړي.»

خو د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې بارو دي چې د پراختیايي پروژو په تمویل سره افغانستان پر ځان بسیاینې ته نږدې کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي وايي: «په کورنیو تولیداتو پانګونه هېواد د بهرنیو تولیداتو له انحصاره ژغوري او پر ځان بسیا کېږي.»

د اقتصادي چارو کارپوه اصف ننګ وویل: «پراختیايي پروژې توپیر لري. هغه ښايي پراختیایي،  بیارغونې، زیربناوې پروژې وي چې په اوږد مهال کې مرسته کوي.»

تر دې مخکې نړۍوال بانک په یوه راپور کې ویلي وو چې له څه باندې یو نیم کال راهیسې  د دې بانک اړوند د ۲۹ پروژو چارې په ټپه درېدلې دي. دغه بانک د یادو پروژو ټول ارزښت څه باندې ۴ نیم میلیارده ډالره بللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه