Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د تعامل او اقتصادي همکارۍ په اړه د چین لېوالتیا

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په لېدنه کې د بېلابېلو په ځانګړې توګه اقتصادي مسایلو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي امارت دغه چارواکی وایي، د چین استازي په دې لېدنه کې ویلي چې ډېر ژر به افغانستان ته هم سفر وکړي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی زیاتوي چې په افغانستان کې یې د سولې، ټیکاو او بیا رغاونې لپاره د بیجنګ او دوحې تر منځ د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه یې په قطر کې د پاکستان له سفیر او قطري چارواکو سره هم لیدنې او بحثونه کړي دي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر طلوع نیوز ته وايي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي سره يې لېدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي مسایلو، د سوداګرو د ستونزو پر هوارۍ او افغانستان کې د چین له‌خوا د پیل شویو پروژو د کار پر چټکتیا خبرې کړې دي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي: «د افغانستان او چین تر منځ د اړیکو پر ټینګښت، تجارتي راکړې ورکړې زیاتوالي، افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو، د تعلیمي سکالرشیفونو ورکړې او د افغان محصلینو د ستونزو د حل په اړه مو خبرې وکړي. همدارنګه افغانستان کې د چین پر پانګونې او د چین له لوري د پیل شویو پروژو کار پر چټکتیا خبرې وشوې.»

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په قطر کې يې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له مشر، په قطر کې د پاکستان له سفیر او د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې له مشر سره يې د افغانستان په اړه بحث کړی دی.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاویونګ لیکلي: «په‌دې لېدنه کې له افغان لوري سره د اړیکو پر دوام او د افغانستان د سولې، ثبات او بیارغونې برخه کې د چین او قطر تر منځ د همکاریو پر پیاوړتیا هوکړه وشوه.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د چین په ګډون نور هېوادونه باید له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل په موخه هڅې زیاتې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي: «د چین په ګډون د سیمې هېوادونه باید د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ د تعامل په اړه باندې خپلې هلې ځلې لا ډېرې کړي، ترڅو په افغانستان کې یو معیاري حکومت رامنځ‌ته شي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد حسن حقیار زیاتوي: «د اسلامي امارت ځینې پرېکړې په ځانګړې توګه د ښځو کار، نجونو زده کړو او په ټولنه کې د دوی رول په اړه باندې اکثره افغانانو او نړۍ لپاره د قناعت وړ نه‌دي.»

چین یو له هغو هېوادونو دی، چې په افغانستان کې يې د سرپرست حکومت له رامنځته کېدو وروسته خپل سفارت خلاص ساتلی او له اسلامي امارت سره يې ځینې سوداګریز تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس وايي، د چین استازي په دې لېدنه کې ویلي چې ډېر ژر به افغانستان ته هم سفر وکړي.

شریک یي کړئ