د ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړی دی چې د افغانستان په ګډون ۱۹ هېوادونوکې زیانمنو کسانو لپاره یې ۲۵۰ مېلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
دغه پیسې د نړۍ له بیړني صندوقه ځانګړي شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش وايي چې په نړۍ کې ۲۴۰ تنه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي زیاته کړه:«زه د ملګرو ملتونو د بیړني غبرګون له مرکزي صندوقه تر ټولو ډېرې پیسې چې، ۲۵۰ مېلیونه ډالره دي، د قحطۍ پر وړاندې د مبارزې او بیړنیو شرایطو ته د رسېدنې لپاره اعلانوم.»
له دې سره سم، د امریکا پراختیايي اداره وايي، دغه اداره به هم له افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د امریکا د پراختیا د نړۍوالې ادارې مرستیال ایزابل کلمن وايي:«موږ له هغه وخت راهیسې چې له افغانستانه یعنې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې راووتو، تر اوسه له افغانستان سره د یو مېلیارد ډالرو مرستې کړي. موږ له افغانستان سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي او زموږ مرستې دوام لري.»
اقتصاد وزارت بیا وايي، په هېواد کې د فقر د راکمولو لپاره اړتیا ده چې، د نړۍوالو د مرستو ډېره برخه د کرنې د پراختیا او همداراز هېوادوالو ته د کار موندلو په برخو کې ولګول شي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب څرګندوي:«غوره ده چې د مرستو دغه کڅوړې له وزارتونو او اړوندو ادارو سره په همغږۍ او د دندو پيدا کولو سکټورونو ته په تمرکز د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې چې د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې، کارموندنې او خوراکي امنیت په برخو کې د افغانستان د اقتصاد د تهداب ډبره جوړوي، تنظیم او تطبیق شي.»
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې، له څه باندې یو کال راهیسې نړۍوالو مرستو په هېواد کې د فقر له مخنیوي سره څه مرسته نه ده کړې.
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود طلوع نیو ته وايي:«دغه مرستې، تولیدي او اقتصادي مرستې نه دي. له دې پلوه نه کېږي چې سړی تمه وکړي چې دغه مرستې د ژوند کچه لوړولی شي، د سوکالۍ کچه لوړه کړي، یوازې د یوې انساني ناورین مخنیوی کوي.»
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې د اړمنو د لاسنیوي لپاره ۵۴ مېلیارده ډالرو ته اړتیا ده؛ خو داسې پتېیل کېږي چې، له یادو پیسو به تر نیمايي کمې به یې راټولې شي.
په دې اړه مو اندونه