Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زرداري اسلامي امارت ته: خپلې ژمنې پلي کړئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، له سرپرست حکومته غواړي چې پر خپلو ژمنو په ځانګړې توګه د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدو په برخه کې عمل وکړي.

ښاغلي زرداري له "سي ان بي سي" خبري شبکې سره په مرکه کې د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي، چې له خلکو او نړۍوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي او چاته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي:«د موقت حکومت مسوولان باید له خپلو خلکو او نړۍوالې ټولنې سره هغه ژمنې عملي کړي، چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو د پټن‌ځاې په توګه نه کارول کېږي. که ثابته کړي، چې دوی د دې ژمنې عملي کېدو وړتیا لري، زه فکر کوم چې د سیمې او نړۍ ستره ستونزه به حل شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په دې مرکه کې له افغانستان سره د نړۍ پر تعامل ټینګار کوي او وايي، له زده کړو د ښځو منع کول سرپرست حکومت ته هېڅ ګټه نه لري.

بلاول بوټو زرداري زیاته کړه:«زه فکر نه کوم چې ګواښونه او فشارونه دې ځواب ویونکي وي، لکه څرنګه چې ما په تېرو کلونو کې لیدلي دي. زه فکر کوم چې تعامل مهم دی او دا تعامل باید په مناسبه توګه وساتل شي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

ښاغلی مجاهد وویل:«موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو ته ګواښ پېښ کړي.»

بل خوا د سیاسي چارو ځينې شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او اسلامي امارت يې هم باید مخه ونیسي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت څرګندوي:«د پاکستاني چارواکو هر ډول څرګندونې د افغانستان په اړوند باندې په نړۍوالو ناستو کې د افغانستان په کورنیو چارو کې په ښکاره لاسوهنه ده.»

 د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ هم وویل:«د افغانستان سوله او ثبات نه یوازې د سیمې او نړۍ په ګټه ده، بلکې مستقیم د پاکستان په ګټه هم ده.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي، د افغانستان سرپرست حکومت دې له اسلام اباد سره همکاري وکړي، څو اسلام اباد هم له اوسني حکومت سره همکاري وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه