Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران کې د افغان زده‌کړیالانو نوې ننګونې

د ایران د څېړنیزو او ټکنالوژۍ علومو وزارت په یوه لیک کې د دغه هېواد پوهنتونونو ته حکم کړی چې د هغو افغان زده‌کړیالانو نوم‌لیکنه ونه کړي چې سند نه لري.
 
د دغه لیک پر بنسټ د ۱۴۰۲ لمریز کال د مني د دورې له پېله به بې اسناده افغان محصلان ونه مني.

دغې پرېکړې په ایران کې ځينې مېشت افغان محصلان اندېښمن کړي دي.

ځينې افغان زده کړیالان وايي په تهران کې د افغانستان د سفارت له لوري د پاسپورټ ورکړه او غځېدل درېدلي او هغوی له ستونزو سره مخ دي.

په ایران کې د دکترا دورې محصل محمد خان طالبي محمدزی وايي:«د ایران د زده کړیالانو د چارو سازمان د حکم پر بنسټ د افغان وګړو او ټولو بهرنیو زده کړیالانو د تحصیل لپاره الکټرونیکي پاسپورټ اخیستل اړین دي.»

په ایران کې محصله رقیه هاشمي هم څرګندوي:«زموږ ډېر زده کړیالان د تحصیل په جریان کې وو له بده مرغه د نويو لیکونو د خپرېدو په دلیل د تحصیل حق نه لري.»

د ایران د علومو وزارت د بهرنیو  محصلانو مسوول او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوېدېځې اسیا مسوول وایي، چې دم‌ګړی به د افغان محصلانو لپاره د تحصیل د دوام لنډمهالي آسانتیا برابره شي.

د ایران د علومو وزارت د غیرایراني زده کړیالانو مدیر رازقي وايي:«دا ابلاغ شوې، پوهنتونونه کولای شي د هغو کسانو ستونزه له هغو اسنادو سره چې د هغه پر ځای بحث کېږي حل کړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې اسیا عمومي مدیر ویلي:«یاد شوی مکتوب د علومو وزارت داخلي لیک دی، چې په هغو وضاحتونو سره به اصلاح شي، چې د بهرنیو چارو وزارت یې د علومو وزارت ته لېږي.»
 
خو دا ستونزه د څه له امله ده؟

په ایران کې د افغان کډوالو د ملاتړ دفتر مسووله وایي، چې د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته په ایران کې د پاسپورټونو د ورکړې او غځېدو بهیر دریدلی دی.

بل خوا په ایران کې د افغانستان سفارت وایي، چې دوی به د دې ستونزې د حل لپاره جدي هڅې وکړي.

د ایران په مشهد کې د افغانستان د کونسولګرۍ ډيپلوماټ وحید فیضي وویل:«د ایران له اسلامي جمهوري سره مو خبرې وکړئ چې د هویت د تثبیت د صادرېدو او د یوه یادداښت ضمیمه د شمال ختیخ استازولۍ ته او له هغې لارې اړوندو ادارو ته چې د ښوونې او روزنې او پوهنتون په برخه کې کار کوي زموږ همدا سندونه تایید او قبول کړي.»

د ځينو رپوټونو له مخې په ایران کې ۱۱۰ زره بهرني محصلان پر زده کړو بوخت دي، چې له دې منځه ۳۳ زره یې افغان محصلان دي.

په افغانستان کې د ایران د سفارت د شمېرو له مخې په ایران کې څه باندې شپږ مېلیونه افغانان اوسېږي، چې نږدې دوه مېلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه