Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د رسمیت پېژندل کېدو غوښتونکی دی

اسلامي امارت وايي، که سرپرست حکومت په رسمیت وپېژندل شي، د نړۍوالې ټولنې شکایتونو او ګيلو ته به په ښه ډول رسېدنه وشي.

د اسلامي امارت ویاند له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني.

ذبیح الله مجاهد وايي، سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو ټول شرطونه پوره کړي او که نړۍواله ټولنه اسلامي امارت په رسمیت وپېژني، د هغوی شکایتونو او ګيلو ته به په ښه ډول رسېدنه وشي.

د اسلامي امارت ویاند څرګندوي:«په هغه صورت کې، به د افغانستان اسلامي امارت نور هم خپلو مکلفیتونو ته متوجه شي او ځينې شکایتونه او ګیلي چې په منځ کې لرو او یا هم د هېوادونو له خوا مطرحه کېږي په ښه توګه به ورته رسېدنه وشي؛ ځکه یو لوری به ځان د قوانینو او اصولو په هکله مسوول وګڼي.»

ذبیح الله مجاهد زیاتوي که چېرې د نړۍ ځينې ځواکمن هېوادونه د اوسني حکومت د رسميت پېژندلو مخه ونیسي؛ نو نور هېوادونه باید د دوی لار تعقیب نه کړي.

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت وايي چې په تېر یو نیم کال کې د نړۍوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندلو ستونزې رامنځته کړې دي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«که چېرې اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي له نړۍ سره به د افغانستان تعامل زیاتوالی ومومي او دا مسئله د دې لامل کېږي چې سیمه ییز ثبات د تصدي بهیر کج کړي.»

ځينې سیاسي کارپوهان وايي، ټولګډونه حکومت، له ترهګرۍ سره مبارزه، د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدل او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو تامین د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته زمینه برابروي.

د سياسي چارو کارپوه توریالی ځاځي وايي:«هغوی باید له نړۍوالې ټولنې سره هوکړې ته ورسېږي چې وکړای شي له نړۍوالې ټولنې سره خپلې ټولې ستونزې له ډيپلوماټيکې لارې حل کړي.»

د سياسي چارو کارپوه سید جواد سجادي هم وویل:«د دې لپاره چې طالبان په رسمیت وپېژندل شي لومړی باید خلکو ته مراجعه وکړي، د حکمرانۍ اصول او قواعد مراعت کړي د خلکو حقوق او ازادۍ په رسمیت وپېژني.»

په داسې حال کې چې تر اوسه سرپرست حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو ځينې هېوادونه لکه ترکیه، روسیه، ایران، پاکستان، جاپان او چین په افغانستان کې ډیپلوماټیک فعالیتونه لري.

د اقتصاد وزارت وايي چې په تېر یو نیم کال کې د نړۍوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندلو ستونزې رامنځته کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه