Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ افغان مېرمنې د ټولنیز عدالت د ټینګښت غوښتنه کوي

د ټولنیز عدالت له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله یو شمېر ښځې او نجونې له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې ټولنیز عدالت مراعت او په مساوي توګه نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د فبروري شلمه د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ ده.

د کابل اوسېدونکې حسینه رفیع په‌دې اړه وايي: «هیله لرو داسې ورځ راشي چې په ټوله نړۍ کې ټولنیز او رښتینې عدالت پلی شي او موږ له دې رنځ او ظلمه خلاص شو.»

زده‌کړیاله صوفیا وايي: «له بده مرغه افغانستان یو داسې هېواد دی چې ټولنیز عدالت په‌کې نه‌دی ټینګ، موږ د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړل کېدو شاهدان وو، خو هلکانو کولای شول چې پوهنتونونو او ښوونځیو ته لاړ شي او له دې لارې ویلی شو چې په افغانستان کې ټولنیزو عدالت ټینګ نه‌دی.»

یو شمېر حقوقپوهان وایي، په هېواد کې به د ټولنیز عدالت رامنځته کېدل افغانستان ته پرمختګ او ټیکاو راولي.

د حقوقي چارو کارپوه   سبحان الله مصباح زیاتوي: «عدالت نه یوازې یو اخلاقي او ټولنیزو ار دی؛ بلکې دیني بنسټ هم لري چې ارزښت یې په ټولو اسماني دینونو او حقوقي نظامونو په تېره د بشري حقونو په نظام کې څرګند دی.»

د حقوقي چارو کارپوه شکر الله مشکور وايي: «د افغانانو یوه بنسټیزه غوښتنه همدا ده چې رښتیني ټولنیزو عدالت ته ورسېږي.»

بل‌خوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي د مرستندویو بنسټونو د بشري مرستو وېش ناعادلانه بولي.

بې وزلی خالد وايي: «مرستې چې راځي یوازې بډایه خلکو ته ورکول کېږي او هغوی چې واک نه‌لري، هغوی ته نه رسېږي.»

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې د ملګرو ملتونو له لوري له بې‌وزلۍ او تبعیض سره د مبارزې ورځ ونومول شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه