په تهران کې د افغانستان د سفارت په سرپرستۍ کې د بدلون په تړاو د رپوټونو له خپرېدو وروسته، اوس د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان د سفارت د مخکینیو ډيپلوماټانو بدلېدل مني او وایي چې دغه کار د دغه سفارت په حقوقي وضعیت کې د بدلون په مانا نه دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وایي، چې له افغان سرپرست حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په برخه کې د ایران د حکومت په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
ښاغلی کنعاني وايي:«د یوه ډیپلوماټ د ماموریت پای ته رسېدل او د سفارت له هماغو کسانو نه بل ډيپلوماټ ته د چارو د سرپرستۍ سپارل د دغه سفارت په حقوقي وضعیت کې د بدلون په مانا نه دي او د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل په څرنګوالي کې د ایران د اسلامي جمهوریت په دريځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.»
پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج هم څرګندوي:«که چېرې طالبانو وکړای شي د بشري حقونو، په ټولنه کې د ښځو زده کړو په هکله د نړۍ شرطونه ومني، شونې ده چې نور هېوادونه د طالبانو سفارتونه او ډپيلوماټان ومني.»
بل خوا د سیاسي چارو شنونکي په ایران کې د افغانستان د سفارت د ډيپلوماټانو منل کېدل د دواړو هېوادونو د ډيپلوماټيکو اړیکو په ټينګښت کې مهم بولي.
د سیاسي چارو شنونکي احمد خان اندړ هم وویل:«مو هیله من یوو چې د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د سیاسي تعامل په لاره کې نور ګاونډي هېوادونه هم ګامونه پورته کړي. په لومړي ګام کې زموږ د ګاونډیو هېوادونو له خوا پرمختګ وشي او لانږدې شي.»
خو د ډيپلوماټانو ګومارل د ګاونډیو هېوادونو په ګډون له نړۍوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د تعامل په ښهوالي کې څه رول لري؟
تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ترکیې، چین، روسیې، ازبیکستان، پاکستان او قطر په ګډون د یو شمېر هېوادونو سیاسي استازولۍ په افغانستان کې فعالیت لري.
په دې اړه مو اندونه