د اسلامي امارت د مشر د بېلابېلو فرمانونو له مخې، په غزني، ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې هم د عالمانو شوراګانې جوړې شوې.
په دې فرمانونو کې راغلي چې، د دغو شوراګانو غړي او مسوولان مکلف دي چې، د خپلې لایحې له مخې د چارو د ښه والي لپاره په خپلو ولایتونو کې سیمه ییز مسوولانو ته د شریعت له مخې سلا مشورې ورکړي او سیمهییز مسوولان هم مکف دي چې، د دغو شوراکانونو پر مشورو عمل وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«د علماوو شورا د هر ولایت له علماوو او همدارنګه د هر ولایت له مخورو چې په هغو کې قومي مشران، صالح او او ټولنې او خلکو ته مخلص کسان هم شامل دي. دغه شوراګانې د دې لپاره جوړېږي چې د حکومت او خلکو ترمنځ یو منځګړی وي چې د خلکو غږ نظام او حکومت ته ورسوي.»
د چارو شنونکي بیا په ولایتونو کې د عالمانو د شوراوو جوړېدل په ولایتونو کې د رامنځته کېدونکو ستونزو د حل په برخو کې مهم ګڼي.
د سیاسي چارو شنوونکی بلال فاطمي وايي:«د ولایت په کچه د علماوو شورا جوړېدو یو ښه او مثبت ګام دی؛ خو د افغانستان د خلکو د ټولو کورنیو ستونزو حل نه دی د دې لپاره چې وکړای شو کورنۍ ستونزې حل کړو او د افغانستان کورنیو چارو او له دولت سره د خلکو مخامخ ارتباط ته رسېدنه شوي وي هغه شورا چې جوړېږي، د علماوو په ګډون باید ولسي شورا هم وي.»
د سیاسي چارو شنوونکی محمد بشار هم څرګندوي:«دا به د ولس او نظام ترمنځ واټن به په بشپړه توګه له منځه یوسي او ولس به اسلامي امارت حاکمانو او چارواکو سره لا ډېر نږدېکت پیدا کړي.»
د اسلامي امارت د مسوولینو په وینا، په ټولو ولایتونو کې د عالمانو د شوراو د جوړونې بهیر دوام لري او دغه شوراوې لا تر اوسه د غزني، ننګرهار او بدخشان په ګډون، په کابل، بغلان، خوست، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند ، نیمروز، فراه، فاریاب، ارزګان، کونړ، جوزجان او کندوز کې جوړې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه