Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي بحث پر جوړېدو د کرزي ټینګار

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې په هېواد کې د ملي بحث پر جوړېدو ټينګار کوي.

په دغې لیدنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د خلاصون په ګډون د هېواد پر روانو چارو هم خبرې شوې دي.

ښاغلي کرزي په یوه ټویټ کې ویلي چې، په دې کتنه کې یې په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره په ملي کچه د خبرو اترو د ترسره کېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ښاغلي کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود وايي:«دواړو لوریو په دې لیدنه کې، د نجونو پر مخ د ښوونځيو، پوهنتونونو پر پرانیستو او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ملي بحث پر اړتیا ټينګار وشو.»

اخوا اسلامي امارت بیا وايي چې، له سیاستوالو سره د خبرو اترو وخت نه دی او اوس دغې چارې ته څه اړتیا نشته.

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«د هغه وخت و تېر شوی چې له کوم سیاسي لوري سره چې پر مهمو سیاسي موضوعګانو خبرې وشي؛ ځکه اوس اسلامي امارت په خپل وړاندې سیاسي ځواک نه لري چې بحث وکړي البته که چېرې له ملي بحث نه موخه خلک وي خلک په خپله له موږ سره دي.»

تر دې مخکې هم ځينو سیاستوالو په هېواد کې په ملي کچه د خبرو اترو پر ترسره کېدو ټینګار کړی دی.

خو آیا په ملي کچه خبرې اترې به د هېواد په ګټه وي؟

د سیاسي چارو شنوونکی سید اکبرآغا وویل:«که چېرې هغه خلک چې سابقه په افغانستان کې مسلط وو، له هغوی سره سوله راځي هغوی په حکومت کې داخلېږي، هغوی ښه نتیجه نه ده ورکړې زما په فکر باندې، نو زه فکر کوم چې ګفتمان ملي چې دی هغه په افغانستان کې په داسې شکل باندې لکه نړۍوال او خلک یې غواړي زما په فکر باندې هغه بې فایدې دی.»

د سیاسي چارو بل شوونکی محمد زلمی افغانیار هم څرګندوي:«اوسنی حکومت چې اسلامي امارت دی مکلفیت لري چې یووالی، انسجام او د یو بل منل مدیریت کړي او یوه زمینه برابره کړي چې له تورخمه تر واخانه او له بدخشانه تر نیمروزه خلک ځانونه په حکومت کې وویني.»

د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د دوحې هوکړې له څلورو مهمو برخو یوه یې د افغانانو تر منځ خبرې اترې وې؛ خو لا هم روښانه نه ده چې، دغه بهیر به ترسره شي او کنه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه