د پاکستان د دفاع وزیر، د ای اېس ای مشر او د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي په ګډون يو پلاوی د چهارشنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفیر کابل ته راغلی دی.
دغه پاکستاني پلاوي د رياست الوزراء له اقتصادي مرستیال، د دفاع له وزیر او د سرپرست حکومت له ځينو نورو چارواکو سره خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند وايي، په دې کتنه کې د امنیتي او اقتصادي مسایلو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر وروستيو رامنځته شويو سرحدي ستونزو هم خبرې وشوې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«د امنیتي مسایلو په هلکه او همدارنګه د اقتصادي مسایلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسایلو په هکله، چې تل ځينې وختونه په کرښو کې رامنځته کېږي او د ستونزو لامل کېږي او همدارنګه د سوداګرۍ د ځوړ لامل کېږي او یو ډول ستونزې رامنځته کوي د دغو مسایلو د حل کولو لپاره پر دغو مسایلو بحث دی.»
د رياست الوزرا د اقتصادي معاونيت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې عبدالغني برادر د تورخم او سپین بولدک په لارو کې د عاجلو ناروغانو لپاره د لېږد رالېږد د اسانتیاوو غوښتنه وکړه.
پاکستاني خبریال طاهر خان په دې هکله وویل:«بنیادي تمرکز چې به وي هغه به امنیتي وي، هغه به د وسله والو ډلو په خلاف په پاکستان د طالبانو له اسلامي امارته د همکارۍ خواهش او غوښتنه به وي.»
ورته مهال د سیاسي چارو ځينې کارپوهان د دغه پلاوي سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره مهم بولي.
د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقیار وايي:«که دغه خبرې په موږ کې پیدا شي او پاکستان په خپلو ژمنو وفا وکړي، ستونزې هوارېږي او که د تېر په څېر دوی وغواړي چې د افغانستان حکومت تېر باسي او یا د تېر په څېر ژمنې وکړي او عمل پرې ونه کړي ګومان نه کوم چې د دغه پلاوي سفر دې کومه ګټه وکړي.»
د پوځی چارو کارپوه، اسدالله ندیم هم څرګندوي:«هغه پیغام چې دغه پلاوی یې له ځان سره لري، احتمالاً لومړیتوب به پر ټي ټي پي تمرکز وي.»
د خیبر پښتونخوا پېښور ښار کې له چاودنې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد یو لوړ پوړی پلاوی به د اسلامي امارت له مشر سره د لیدو لپاره افغانستان ته ولاړ شي.
په دې اړه مو اندونه