Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره په ټکر کې کتابونه راټولوو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وایي، له کتاب پلورنځیو هغه کتابونه راټولوي چې له دیني او ملي ارزښتونو سره سم نه‌وي.

د دې وزات په وینا، تر اوسه دغه ډول زرګونه ټوکه کتابونه د ځينو کتاب خپروندیه ټولنو له لوري راټول او دې وزارت ته سپارل شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر نشراتو او رسنیو د څارنې رییس عبدالحق حماد وايي: «په بازار کې اوس هم په سلګونو ډوله کتابونه لرو چې یا هغه د اسلام په ضد لیکل شوي یا د اسلام د اصولو په ضد لیکل شوي یا نورو افکارو ته تبلیغ شوی دی، الحاد، سېکولارېزم او نورو ته او داسې کتابونه وو چې هغه د ځوانانو د بد اخلاقۍ سبب کېدل.»

ورته مهال د افغانستان د  کتاب خپرندویانو او پلورونکو ټولنه وایي، د تېرو شلو کلونو د ازادۍ له امله ځيني دغه راز کتابونه هېواد ته وارد شوي او چاپ شوي دي. د دوی په وینا هڅه کېږي چې د دغه راز کتابونو د چاپ مخه ونیول شي.

د کتاب د خپرندویانو او پلورونکو د ټولنې رییس  سید احمد سعید وايي: «هغه دویم لاس کتابونه چې ملي او سیاسي شخړې رامنځ‌ته کوي او ملت یو کړکېچ ته وړي، که دا ډول کتابونه چاپ شوي هم وي، زموږ هڅه دا ده چې د دویم ځل لپاره چاپ نه‌شي.»

خپرندوی عنایت‌الله زیاتوي: «هر څه چې د خپرندویو ټولنو او اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري تصویب شي، موږ یې منلو ته چمتو یوو، ما خو دغه ډول کتابونه نه‌دي چاپ کړي، ځینو دوستانو چې چاپ کړي، باید له دې سره موافقه وکړي او په نېک فال یې نیسو.»

بل‌خوا یو شمېر ځوانان له دغه وزارته غواړي چې په هېواد کې د مطالعې د کلتور  دودېدو ته پام وکړي.

زده‌کړیال عبدالوهاب وايي: «په ټولنه کې باید د کتاب لوستلو فرهنګ دود شي او لکه څرنګه چې زده‌کړیالان د پوهنتون په کتاب‌تون کې کتاب لولي، په سیمو کې کتاب‌تونونه نه‌شته چې زه یې هلته ولولم او یا خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې د مطالعې کلتور په بې‌ساري توګه پیکه شوی دی.

ورته مهال د افغانستان د  کتاب خپرندویانو او پلورونکو ټولنه وایي، د تېرو شلو کلونو د ازادۍ له امله ځيني دغه راز کتابونه هېواد ته وارد شوي او چاپ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه