د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي د افغانستان، روسیې، پاکستان او ایران د سوداګرو په ګډون د یو کنسرسیوم له جوړولو خبر ورکوي.
یاد وزارت وايي، پهدې کنسرسیوم کې به د برېښنا، کانونو، کابل ته د سالنګ د اوبو راوستلو، د سالنګ د دویم تونل او کابل-هرات لویې لارې په پروژو نږدې یو مېلیارډ ډالره پانګونه وشي.
د دې وزارت سرپرست له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، پهدې کنسرسیوم کې ۱۴ افغان سوداګر هم شامل دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: «افغان سوداګرو ته مو څلور وړاندیز وکړل، یو د سالنګ تونل دی چې د اته کېلو مټره په اوږدوالي سره نوی تونل جوړ شي، کابل ته د یوې اندازه څښاک اوبو رالېږدول، د کابل-کندهار-هرات لویو لارو او د برېښنا د لېږد پورې دي.»
د دې وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي: «د دې کنسرسیوم ابتدايي پانګونه یو مېلیارډ ډالره ده او ډېر ژر به د شرکتونو استازي کابل ته راشي او کار به پیل کړي.»
له دې سره سم، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي، افغانستان په اوسنیو شرایطو کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته اړتیا لري. دوی همداراز د افغانستان، روسیې، ایران او پاکستان تر منځ د جوړ شوي ګډ کنسرسیوم پر ښه مدیریت ټینګار لري.
د اقتصادي چارو کارپوه سیرقریشي زیاتوي: «دغه ډول کنسرسیمونه په رښتیا سره کولای شي د افغانستان پر ځان بسیاینې مثبت اغېز وکړي.»
د اقتصادي چارو یو بل کارپوه سید مسعود وايي: «که موږ د دې کار سم مدیریت وکړای شو په تېره کانونو، سرک، برېښنا کې داسې نورو سکټورونو کې، موږ کولای شو یو ډول ښه اقتصادي حرکت جوړ کړو.»
له بل لوري د اوبو چارو یو کارپوه کابل ته د پنجشېر د اوبو رسول یوه مهمه او عملي پروژه ګڼي.
د اوبو مسایلو کارپوه انجنیر حمیدالله یلاني وايي: «د کنسرسیون له لارې کابل ته د پنجشېر د څښاک اوبو لېږد یو نېک ګام دی او پلي کول یې هم عملي دی، ځکه چې له کورنیو سرچینو دی او کومه ستونزه نه جوړوي.»
تر دې مخکې د ریاستالوزرا اقتصادي معاوینت اړوندو بنسټونو ته لارښوونه کړې چې په افغانستان کې د بهرنیو پاتې نظامي اډې پر اقتصادي زونونو بدلې کړي.
په دې اړه مو اندونه