Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان: د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه له کابل سره هوکړې ته ورسېدلو

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، اسلام‌اباد او کابل هوکړه کړې چې د ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې لپاره به همکاري کوي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د یاد هېواد پلاوي کابل ته د سفر په لړ کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د ترهګرۍ اړوند مسایلو په تېره د پاکستان د طالبانو تحریک او د داعش خراسان څانګې د ګواښونو په تړاو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وايي: «په سیمه کې د ترهګرۍ د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د ټي‌ټي‌پي او د داعش د خراسان څانګې له‌خوا د زیاتیدونکي ګواښ په اړه خبرې وشوې. دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د تروریستي سازمانونو له ګواښ سره د مبارزې او د څو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې به په اغیزناکه توګه همکاري وکړي او په‌دې اړه د دواړو هېوادونو تر منځ هوکړه وشوه.»

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي: «زما نظر دا دی چې هغه په‌دې سفر کې یوازېنی او له ټولو نه مهمه موضوع چې وه، هغه همدا وه چې د اسلامي امارت همکاري تر لاسه کړي چې څنګه د ټي‌ټي‌پي د دغه حملو مخه ونیول شي، ځکه چې د پاکستان خو تل دا ادعا ده.»

د دې اعلامیې په یوې بلې برخه کې راغلي چې پاکستاني پلاوي د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد او کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني سره په کتنه کې پر دې سلا کړې چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې باید همکاري وشي.

ورته مهال اسلامي امارت بیا په یوې اعلامیې کې زیاته کړې، په‌دې کتنه کې د هېواد په هوايي حریم کې د بې‌پیلوټه الوتکو د الوتنو او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په تړاو په روښانه توګه خبرې شوې دي.

د اسلامي امارت د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «په ناسته کې دواړو لوريو پر امنيتي اندېښنو، زموږ پر سيمه د ډرون الوتنو، د مخالفو وسله‌والو په فعاليت واضحې او مفصلې خبرې وشوې.»

خو د پاکستاني چارواکو دغه ډول سفرونه کابل ته څه ګټې لري؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه برنا صالحي وايي: «د اسلامي امارت له چارواکو سره نېغ په نېغه خبرې د دواړو هېوادونو تر منځ د ننګونو د لمنځه وړلو لپاره ګټورې دي، خو پاکستان چې له افغانستان له ادرسه کومه اندېښنه لري، د هغې لپاره هېڅ وخت بسنه نه‌کوي.»

د سیاسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: «اصلي سفر یې په‌دې اړه و چې باید په افغانستان او پاکستان کې چې کومې امنیتي ستونزې دي د هغې په اړه خبرې وکړي او دویم د افغانستان او پاکستان سوداګریز او ټولنیز موضوعات دي.»

د پاکستان دفاع وزیر، د دې هېواد د څارګرې ادارې (ای‌اس‌ای) مشر او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د چهارشنبې په ورځ کابل ته راغلل.

د اسلامي امارت ویاند وايي، په دې سفر کې د امنیتي مسایلو تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ پر ترانزیټ، تجارتي او اقتصادي اړيکو، د کرښې په اوږدو کې د تګ-راتګ پر ستونزو او په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه هم ګټور بحثونه وشول.

خو وروسته له هغه چې پاکستاني پلاوی له کابله ستون شو، اسلام‌اباد د تورخم دروازه د مسافرو او سوداګریزو توکو پر مخ وتړله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه