Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر اوکرایین د روسیې برید یو کلن شو

د روان زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکرایین د روسیې برید یو کلن شو.

د روسيې او اوکرایين تر منځ جګړې په‌دې هېوادونو کې پر ځاني او مالي زيانونو سربېره د نړۍ په کچه اقتصادي او سياسي اغېزې درلودې.

د نړیوالو اړیکو کارپوه بلال فاطمي وايي: «د اوکراین جګړې پر افغانستان درې عمده اغېزې درلودې یو د دې باعث شو چې امریکا په اړو-دوړ کې له افغانستانه ووځي، دویم یې د افغانستان په اقتصاد منفي اغېز و چې د خوراکي او سون توکو بیې یې لوړې کړې او درېیم باعث شو چې د افغانستان په مسایلو پاملرنه کمه شي.»

له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته پر اوکراین د روسیې برید تر ټولو لوی نظامي برید ګڼل کېږي. ځینې پر دې باور دي چې، د روسیې او اوکراین مساله د دې لامل شوې چې، له افغانستانه د نړۍ پام بل خواته واوړي.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه محمد بشار وايي: «په داسې حالت کې نړیوال له خپل مسوولیت څخه تېښته نه‌شي کولای او ټول نړیوال او سیمه‌ییز هېوادونه د افغانستان په اړه چې کوم مسوولیت لري دې ته به په ښه توګه پاملرنه کوي او دا مسوولیت به ادا کوي.»

دغه برید د نړۍ پر اقتصادي او سیاسي چارو اغیز پرېښود او افغانستان ته یې هم تاو راورسېده. د چارود شنونکو په باور، افغانستان د یوه وارداتي هېواد په توګه د دغې جګړې له امله ډېر تاوان کړی دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «د اوکراین جګړه په دوه حوزو کې د سون او خوراکي توکو د بیې د لوړېدو لامل شوی دی، خو له نیکه‌مرغه په افغانستان کې د دې بیو لوړېدل د پام وړ نه و.»

د اقتصادي چارو کارپوه سید جواد سجادي وايي: «دغه سخته جګړه د دې باعث شوه چې افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري مرستو له اړخه د نورو له پامه وغورځوي او د افغانستان د مسایلو لومړیتوب له لاسه ووځي.»

د اوکراین جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د روسیې ولسمشر د ناټو د نفوذ پر پراخېدو نیوکې وکړې او ورسره جوخت یې له ناټو سره د اوکراین د یو ځاییدو په تړاو خپل شدید مخالفت څرګند کړ.

د ورکړ شویو مالوماتو له مخې، په دې جګړه تر اوسه ۲۵۰ زره اوکرايني او روسي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. وبه لېدل شي چې د دې جګړې په دوام سره به د افغانستان په ګډون نړۍ ته نور څه زیانونه ورسېږي؟

پر اوکرایین د روسیې برید یو کلن شو

د چارود شنونکو په باور، افغانستان د یوه وارداتي هېواد په توګه د دغې جګړې له امله ډېر تاوان کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه