Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان بندیانو د وضعیت څېړلو لپاره ایران ته د ا.ا د یوه پلاوي سفر

سرپرست حکومت وايي، د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت د څېړلو په موخه دې هېواد ته تللی دی.

دغه پلاوی د لوی څارنوال شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ایران ته تللی.

د اسلامي امارت ویاند وایي، اوس‌مهال سلګونه کډوال د ایران په زندانونو کې بندیان دي او اسلامي امارت هڅه کوي چې دغه بندیان خوشې کړي او خپل هېواد ته راستانه کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې په هېڅ هېواد کې هم افغانان د بندیانو په توګه پاتې نه‌شي او د ستونزو حل لپاره د هېواد لوی څارنوال په مشرۍ یو پلاوی ایران ته په سفر تللی دی.»

په ایران کې ځیني افغان کډوال زیاتوي، چې په ایران کې افغان بندیان په بد وضعیت کې دي او له سرپرست حکومت غواړي چې د افغان کډوالو یادو ستونزو ته پام وکړي.

په ایران کې افغان کډوال عطا‌ءالله خوګیاڼی وايي: «د اطلاعاتو پر بنسټ، د شپږ زره په شاوخوا کې افغانان د بېلابېلو قضیو په تور په ایران کې بندیان دي او طبیعي ده، چې هم بل وطن شي او هم بندخونه شي، نو د افغانانو ژوند دلته ښه نه دی.»

په ایران کې افغان کډوال معین ستانکزی زیاتوي: «د ایران په زندانونو کې ډېر افغانان بندیان دي، خو اوس د افغان پلاوي له لوري د بنديانو د وضعیت څېړلو بندیان خوښ کړي دي.»

بل‌خوا په ایران کې د افغان مهاجرینو د ملاتړ دفتر مشره په دې باور ده چې په افغانستان کې له تحولاتو وروسته یو شمېر افغانان کډوال شوي او اوس‌مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په ایران کې د افغان کډوالو د ملاتړ دفتر مشره اصفه ستانکزۍ په خبره: «په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو وروسته افغانان ډېرو هېوادونو ته کډوال شول، چې له دې ډلې يې یو شمېر ایران هېواد ته هم کډوال شوي دي، چې اوسمهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.»

تر دې مخکې په پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي وو، د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې نږدې دوه زره افغان کډوال بندیان دي او د آزادېدو لپاره يې هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه