Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ښوونکي د معاشونو له کمېدو شکایت کوي

د ښوونځيو ډېری ښوونکي واک ته د اسلامي امارت له بیاځلې رسېدو وروسته د خپلو معاشونو پر کمېدو نیوکه کوي.

دغه ښوونکي وايي چې د دوی له معاشونو ۱۰۰۰ افغانۍ کمې شوې دي او له دغه معاش سره د خوراکي توکو د پېرلو وس نه‌لري.

جمعه له یوولسو کلونو راهیسې په کابل کې ښوونکې دی. دی وایي، چې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ د اړتیاوو برابرونکی دی هغه طلوع نیوز ته وویل:«د ښوونکو معاش تغییر نه دی کړی لا هم ۱۰۰۰ افغانۍ کمې شوې دي، نو له ډېرو ستونزو سره مخ یوو.»
 
یو شمېر ښوونکي وایي، چې اوسنۍ تنخوا یې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.
                   
ښوونکی احمد فرهاد وايي:«د ښوونکي بې چاره اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی نه یوازې زه بلکې د افغانستان ډېری ښوونکي همدا ستونزه لري.»

بل خوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د ښوونکو اقتصادي ستونزې د هېواد پر ښوونیز نظام اغېز کوي.
    
د کابل اوسېدونکی خالد څرګندوي:«د هغوی اقتصاد کمزوری دی او نه شي کولای خپلو درسونو ته دوام ورکړي او اقتصاد یې ضعیف دی او په ارامه فکر درس نه شي ورکولای.»

د کابل بل اوسېدونکی ګل ولي هم وايي:«د غوړو، وریجو بیې، د ټولو شیانو نرخونه ختلي، نرخونه ثابت نه دي او د معلم معاش کم دی.»

د پوهنې وزارت د ورکړل شویو شمېرو له مخې د هېواد په ټولو ښوونځيو کې ۲۷۴ زره ښوونکي پر زده کړو بوخت دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه