Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ړنګېدو په هکله د سیګر راپور

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي یا سیګر په یوه راپور کې ویلي چې د مخکیني حکومت د پوځ د ړنګېدو یو لامل فساد دی.

سیګر په دغه تازه راپور کې زیات کړي دي چې د تېرو شلو کلونو په لړ کې امریکا د مخکیني حکومت پر امنیتي او دفاعي ځواکونو ۹۰ مېلیارد ډالره لګښت کړی دی.

د راپور په یوې برخه کې راغلي دي:«فساد د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو وړتیاوې له منځه یوړې او د هغوی مشروعیت او کارندوالی یې کمزوری کړ.

فساد د متحده ایالتونو د روزنې، تدارکاتو او تسلیحاتو تګلارې او پر ځان د یوه بسیا افغان پوځ د جوړولو لپاره ټاکل شوی هدف کمزوری کړ.»

د نظامي چارو شنونکی صادق شینواری وايي:«په قطعاتو او جزوتامونو کې پراخ اداري او مالي فساد، د امنیتي او دفاعي ځواکونو سیاسي‌والی او له کړیو او سیاسونو سره اړیکې د مخکیني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ړنګېدو لامل شول.»

په دغه راپور کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو په بیړه وتلو هم نیوکه شوې ده.

د راپور په بله برخه کې راغلي دي:« متحده ایالتونو د افغان سرتیرو، پولیسو او د وزارت د چارواکو د روزنې، مشورې ورکولو او لارښوونې لپاره نظامي او ملکي پرسونل ځاي پرځای کړ. امریکا افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته څه باندې ۶۰۰ زره وسلې، ۳۰۰ الوتکې او ۸۰ زره موټر، مخابراتي وسایل او نور پرمختللي توکي لکه د شپې د لید عینکي او بایومټریک سیسټمونه ورکړي دي. موخه دا وه چې داسې ځواک رامنځته شي چې خپلواک، په ځان بسیا او د کورنیو او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د دفاع وړ وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا متحده ایالتونو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د امريکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د اووه مېلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې دي.

سیګر په دغه راپور کې دغه راز په مخکیني پوځ کې قوم ته په کتو د کسانو ګومارل او د اشرف غني له لوري دوامداره بدلونونه د مخکیني حکومت د پوځ د ړنګېدو بل لامل بللی دی.

د سیاسي چارو شنونکی محمد حسن حقیار په دې هکله وايي:«له جمهوریته د دفاع لپاره د روحیې او انګېزې نشتون، اداري فساد، اخلاقي فساد، د ځواکونو جزیرې، د ونډې پر بنسټ د واک وېش، غصب، مافیا، دا د جمهوریت د پرځېدو له مهمو لاملونو شمېرلی شوو.»

افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط مخکې ۳۵۰ زره کسیز امنیتي او دفاغي ځواکونه لرل، خو دغه ځواکونه ړنګ شول او د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د نویو ځواکونو د جوړېدو لپاره له صفر نه هڅې پېل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه