د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر، له نړۍوالې ټولنې سره تعامل یوه اړتیا ګڼي او وايي چې اسلامي امارت له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال چې «د دوحې تړون د درېیمې کلیزې» په ځانګړو مراسمو کې حضور درلود، زیاتوي چې د نړۍ هېوادونه باید د ښه نیت په متقابل کې له افغانانو سره مثبت تعامل ولري.
د اسلامي امارت دغه چارواکی پر امریکا نیوکه کوي او وايي، دغه هېواد نه یوازې دا چې په افغانستان کې له اوسني نظام سره تعامل نه کوي، بلکې د نړۍ هېوادونو ته هم اجازه نه ورکوي، چې له افغانستان سره تعامل وکړي.
ملا عبدالغني برادر زیاتوي:«موږ د ټولو هېوادونو که هغه اسلامي دي او که غیر اسلامي دي تعامل ته ضرورت دی، هېڅ ملک یوازې په خپل سر نه شي کېدی له هر څخه مستغني شي. »
ښاغلی برادر د نظام ساتل د ټولو ګډه دنده ګڼي او د اسلامي امارت له مسوولانو یې غوښتي چې له غرور څخه ډډه وکړي.
له بلې خوا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوحې د تړون لاسلیک د افغانستان په تاریخ کې یوه نه هېرېدونکې ورځ بولي.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور وايي:«د افغانستان اسلامي امارت له اوله تر اخره پورې دې ته متعهد و توافق نامه چې وشي د دې عمل کوو یو داسې شی به موږ نه منو چې هغه موږ نه شو کولای حتا د امیرالمومنین له طرفه.»
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت سرپرست نورالله نوري هم څرګندوي:«په افغانستان کې چې نن د امریکایانو امپراطوري راړنګه شوه. په افغانستان کې چې نن د امریکایانو خجالت په برخه شو. دا درېیمه امپراطوري ده چې د افغانستان په خاوره کې رارېژېږي»
د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي، د دوحې د تړون ټولې مادې د شرعي احکامو پر بنسټ دي او د ديني او ملي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې د ديني عالمانو په مشوره چمتو شوي دي.