Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیل‌زاد: د دوحې تړون لاهم «هغه فرصت» دی چې باید ورڅخه ګته پورته شي

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو مخکینی ځانګړی استازی له طلوع‌نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې د دوحې هوکړه‌لیک د افغانستان لپاره یو ښه فرصت ګڼي او له اسلامي امارت او امریکا غواړي چې له دغه فرصته ګټه واخلي.

د دوحې تړون په درېیمه کلیزه کې، ښاغلی خلیل‌زاد وايي چې د دوحې تړون په منځپانګه کې ستونزه نشته او اوسنۍ ننګونې د دغه تړون د بشپړ تطبیق له امله دي.

هغه د دوحې تړون د افغانستان لپاره یوه ښه موکه ګڼي او له دواړو لورو غواړي چې له دغې موکې کار واخلي.
 
د افغان سولې لپاره د امریکا مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي:«ستونزه په هوکړه‌لیک کې نه ده. ستونزه د تړون په عملي کولو کې ده. ستونزه دا ده چې د افغانستان مشران له یوې موکې چې تړون درلود، چې سیاسي ستونزې باید د خبرو او مذاکرې پر بنسټ حل شي؛ استفاده نه شو.»

دغه امریکایي ډيپلوماټ د دغه هوکړه لیک د بشپړ پلي کېدو د څرنګوالي په تړاو د طالبانو او امریکا ترمنځ پر خبرو ټينګار کوي.

ښاغلی خلیل‌زاد زیاتوي چې ستونزه د دغه هوکړه لیک په منځپانګه کې نه، بلکې د هغه په بشپړ نه پلي کېدو کې ده.
  
زلمی خلیل‌زاد زیاتوي:«هغه پرېکړې چې د ښځو او نجونو په برخه کې د اسلامي امارت له لوري شوي دي، د زده کړو په برخه کې شوي، د کار په برخه کې شوي، د امریکا دریځ معلوم دی. زه شخصاً په خپله د دې مخالف یم چې د افغانستان ښځې دې د کار او تحصیل حق ونه لري او ژر تر ژره دې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.»

د نړیوالو چارو شنونکی ولي فروزان هم وايي:«د دوحې په تړون کې، اصلي موخه له مرګ ژوبلې پرته د امریکا وتل و، او د امریکایانو له وتلو وروسته د طالبانو اصلي موخه واک ته رسېدل و.»

د سیاسي چارو شنوونکی حسن حقیار څرګندوي:«که چېرې امریکا د دوحې هوکړې ته ژمنه وای، نن به افغانستان او امریکا دواړه به په دې وضعیت کې نه وو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي په خپل تازه راپور کې لیکلي دي، چې د دوحې هوکړه لیک د افغان ځواکونو د ړنګېدو زمینه برابره کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه