Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دلاور: ا.ا له نړۍ سره ټولو تعهداتو ته ژمن دی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې سرپرست حکومت له نړۍ سره خپلو ټولو ژمنو ته ژمن دی.

ښاغلی دلاور زیاتوي چې اسلامي امارت د دوحې تړون پر بنسټ له نړۍنېک تعامل غواړي.

شهاب‌الدین دلاور د سولې خبرو اترو کې د اسلامي امارت یو له جګپوړو غړو شمېرل کېږي.

د کانونو او پټرولیم سرپرست طلوع نیوز ته وویل:«دنیا هم دې ته ضرورت لري چې له افغانستان سره به تعامل کوي، د افغانستان دغه جغرافیايي موقعیت، د افغانستان دا غیرتي خلک، دا ټول دنیا یې له نظره نه شي غورځولی.»

ښاغلی دلاور زیاتوي، اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو حقونو ته ژمن دی:«نو دوی چې نه قانع کېږي، دوی د افغانان حقوق تر پښو لاندې کړې دي او د هغه لپاره بهانې لټوي، زما یقین دی چې په زړه کې دوی قانع دي.»

د سیاسي چارو ځينې شنونکي وايي، د دوحې له هوکړې او په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د تېر حکومت د ولسي جرګې استازی رمضان بشر دوست وايي:«که چېرې د شریعت پر بنسټ دوی غواړي چې په افغانستان کې حکومت وکړي، زه فکر نه کوم چې د هېڅ وګړي حق دې تر پښو لاندې شي، په دې شرط چې واقعاً له الفه تر یا پورې شریعت تطبیق شي.»

له دې سره سم، د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا پخوانی استازی وايي، په افغانستان کې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو رعایتول نړۍ او آمریکا ته مهم دي او په وینا یې په افغانستان باید د ښځو حقونو ته پام وشي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي:«هغه پرېکړې چې د ښځو او نجونو په برخه کې د اسلامي امارت له لوري شوي دي، د زده کړو په برخه کې شوي، د کار په برخه کې شوي، د امریکا دریځ معلوم دی. زه شخصاً په خپله د دې مخالف یم چې د افغانستان ښځې دې د کار او تحصیل حق ونه لري او ژر تر ژره دې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.»

په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او همداراز پوهنتونونو ته له تګه منعه شوي او په ناحکومتي بنسټونو کې هم د کار اجازه نه لري او د سرپرست حکومت دغو پرېکړو ګڼ کورني او نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه