د اسلامي امارت مشر په کندهار کې له یو شمېر سرپرست وزیرانو او دیني عالمانو سره په لېدنه کې د دولتي ادارو د فعالیتونو د څرنګوالي او نوي هجري لمریز کال د بودجې په تړاو خبرې اترې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند وايي، د اسلامي امارت رهبر د پنجشنبې په ورځ د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو له سرپرستانو او د کابل، خوست او ننګرهار په ګډون د یو شمېر ولایتونو له دیني عالمانو سره په کندهار کې کتلي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «امیر تل له خپلو وزیرانو احوال اخلي او په هغوی څارنه کوي او همداراز اړینې لارښوونې ورته کوي.»
بلخوا دیني عالمان زیاتوي، عالمان باید د خپل مکلفیت له مخې، د اسلامي امارت له رهبر سره د ولس ستونزې او ننګونې شریکې کړي.
دیني عالم عبدالقادر قانت وايي: «عالمان د خپل ملت او خلکو پر وړاندې مکلفیت لري او د افغانستان خلک چې اوس کومې ستونزې او ننګونې لري، باید د افغانستان عالمان یې د اسلامي امارت له امیر سره مطرح کړي.»
خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان پهدې باور دي چې په دې لېدنو کې د امنیتي مسایلو، ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو او له نړۍ سره د اړیکو په تړاو هم خبرې اترې شوي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج زیاتوي: «پهدې خاطر چې امنیتي تدابیر ونیول شي او د داعش، مقاومت او نورو ډلو د بریدونو مساله حل شي او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو په اړه بحث وشي.»
د سیاسي چارو یو بل کارپوه فيضالله جليلي وايي: « د خپلو وزیرانو په نمایندهګي له کابل نه د ټولو کابینې په نمایندهګي هلته تللي او دوی موضوع درک کړې چې څومره حساسه ده او د دنیاوالو او د افغانستان د ټول ولس حساسیت یې درک کړی او دوی پوهېږي چې دا مساله باید ژر حل شي.»
تر دې مخکې د اسلامي امارت د رهبر په لارښوونه په ۱۹ ولایتونو کې د عالمانو شوراګانې جوړې شوي او موخه یې هم د خلکو د ستونزو حلول او د شریعت پر بنسټ اړوندو مسوولیتونو ته د سلا مشورو ورکړه په ګوته شوې ده.
په دې اړه مو اندونه